افغانستان

د ویانا ناستې وروستۍ خبرپاڼې د سیاسي اجماع جوړولو او نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د طالبانو د مخالفانو تر منځ همغږي او د سیاسي اجماع غوښتنه، د طالبانو پر وړاندې له پوځي خوځښتونو ملاتړ او د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره غوښتنې د دغې خبرپاڼې نور مهم ټکي دي.

دغو طالب مخالفینو د ویانا د غونډې له پای ته رسیدو وروسته د اتریش د پارلمان له ځینو غړو سره هم وکتل، طالبانو د دې غونډې د خبرپاڼې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د ویانا د دریمې غونډې ګډونوالو؛ د اتریش د پارلمان له ځینو غړو سره وکتل.

د ویانا د دریمې غونډې په وروستۍ خبرپاڼه کې د طالبانو دغو مخالفو څېرو پر طالبانو د لا زیاتو فشارونو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د مخالفینو تر منځ همغږي او د سیاسي اجماع غوښتنه، د هېواد د وضعیت د بدلون لپاره د لارې نقشه، د طالبانو پر وړاندې له پوځي خوځښتونو ملاتړ او د افغانستان د ستونزې د حل غوښتنې د دغې خبرپاڼې نور مهم ټکي دي.

خو د دغې غونډې په وروستۍ خبرپاڼه کې په انګلیسي او فارسي نسخو کې د کلمو په کارونې کې توپير شته. د دې غونډې د خبرپاڼې په فارسي متن کې د مقاومت کلمه کارول شوې ده، په داسې حال کې چې په انګلیسي متن کې داسې کلمه کارول شوې چې په فارسي کې د هڅې او مبارزې معادلې کلمې دي.

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «موږ له اوسني بحران څخه د وتلو او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د مثبت او چټک بدلون لپاره د لارې نقشه ترتیب او وړاندې کړې ده. موږ د لارې نقشې او په دې بهیر کې د سازمانونو، شخصیتونو او افغان سیاسي ګوندونو د ګډون لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتوونکي یوو.»

خو په همدې حال کې یو شمېر معترضې ښځې پوښتي چې ولې په داسې غونډو کې د دوی استازې ګډون نه لري.

مسعوده کوهستاني د ښځو د حقونو فعاله وایي: «په دې وروستيو کې په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېلې غونډې جوړې شوې، چې له بده مرغه نه يوازې کم رنګه وې، بلکې د معترضو ښځو نشتوالی هم د پوښتنې وړ دی، چې ولې لاريون کوونکي ښځې په دغو غونډو کې نه وي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالب مخالفينو د دې غونډې په درېيم پړاو کې د ٢٩ سياسي جريانونو د استازو په ګډون ٤٠ سياسي او مدني څېرو او يو شمېر امريکايي ليکوالانو او څېړونکو او يو شمېر نورو بهرنيو چارواکو ګډون کړى و.

په تېره یوه میاشت کې دا د طالب مخالفینو درېیمه غونډه ده چې له مسکو او دوشنبې وروسته په ویانا کې جوړېږي.

نعیم پوش – پخوانی دیپلومات وایي: «سیمه او نړۍ له طالبانو وروسته پړاو ته چمتووالی نیسي، دوی په دوامداره خبرو اترو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو کوربه توب کوي، څو له طالبانو وروسته افغانستان ته بڼه ورکړي.»

طالبانو تر اوسه د ویانا د ناستې او د هغې د وروستۍ خبرپاڼې په اړه رسمي دریځ نه دی ښودلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې اړه د آمو پوښتنو ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ور نه کړ.

خو د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې طالبان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم نور هېوادونه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

عبدالسلام حنفي د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ویلي: «همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او له هغوی څخه غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

د ویانا دریمه غونډه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ جوړه شوې وه او پرون سه شنبه پای ته ورسیده. په دې غونډه کې د طالبانو یو شمېر مخالفانو د درې ورځو لپاره د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د مسئلې په اړه سلا مشورې وکړې.