سوداګري

نړیوال بانک: د تېر کال په پرتله د افغانستان صادرات دوه سلنه کم شوي دي

نړیوال بانک راپور ورکړی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو د افغانستان پر اقتصادي ستونزو فشارونه زیات کړي دي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دغه راپور کې راغلي دي، چې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي.

د هرات ښار د کهدستان د کلي اوسېدونکې زینت په یوه خرابه او کوچنۍ خیمه کې ژوند کوي.
هره ورځ له سهاره تر ماښامه خپل دوه یوولس او دولس کلن ماشومان ښار ته د ډوډۍ موندلو لپاره لېږي.
وايي، په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

زینت وایي: «کونډه یم، دوه ماشومان لرم چې عمرونه یې ۱۱ او ۱۲ دي. په ښار کې کاغذونه راټولوي، او اور پرې لګوو، د ورځې او د شپې لپاره هیڅ څه شی نه لرو. په دې خیمو کې وخت تېروو، که دولت او رسېدنه نه کوي نو یو قبر دې وکېندي زه او زما ماشومان دې پکې ښخ کړي.»

نړیوال بانک د روان کال په نومبر میاشت کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړهراپور خپور کړ.
د دغه راپور موندنې ښيي چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پر کاري فرصتونو او سرچینو فشار راوړی او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب او د بېوزلۍ د لوړې کچې له امله کورنۍ اړې دي چې د کار ځواک زیات کړي او ډېرې ښځې او ځوانان د کار بازار ته راولي.

د هرات اوسېدونکې مینه وایي: «له هغې ورځې چې طالبان راغلي، ټولې ښځې او نجونې بېکاره شوې. ما خپله دنده درلوده. اوس په کور کې بېکاره ناسته یم، د ټولو ښځو ذهني حالت خراب شوی دی.»

د هرات اوسېدونکی عبدال وایي: «موږ کارګران خلک یوو، کار او مزدوري ډېره کمه ده یا نشته. ځو، سل روپۍ مصرفوو، چې هغه هم په پور اخلو، بیا چې بېرته کور ته راستنېږو، وږي او تږپ یوو.»

په داسې حال کې چې پرون د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي اعلان وکړ خو د نړیوال بانک په نوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د افغانستان صادرات ۱.۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي.
په دغه راپور کې د افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۴۳ سلنه کموالی د صادراتو د کمېدو اصلي اصلي لامل ښودل شوی.

خو د افغانستان د صادراتو په مقابل کې واردات ۶.۳ میلیارده ډالر ویل شوي دي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام راپور ورکړی و چې ۸۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی.