افغانستان

د هېواد معلولین: آن خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نه‌لرو

نن د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي چې په ناسم حالت کې ژوند کوي او د دوی د ژوند د ښه والي لپاره د تشبثاتو د پروګرامونو په نشتوالي نیوکه کوي.

په افغانستان کې معلولین وايي، نه یوازې دا چې د خپلو وړتیاوو د پېژندلو او ودې لپاره زمینه ورته نه ده برابره، بلکې په ډېرو مواردو کې خپلو اساسي حقونو ته هم لاس رسی نه لري.

«معلولین بې وسه نه، بلکې اتلان دي» د هغه کتاب سرلیک دی چې ۲۳ کلنې افسون لیکلی دی.

دا کتاب په هغه لاسونو لیکل شوی چې د زېږون له وخته د عضلاتو په یو ډول اختلالي ناروغۍ اېم ډي اخته دي.

هغه د معلولینو په نړیوالې ورځ په دې کتاب سره غواړي نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې معلولیت معیوبیت نه دی.

د هرات اوسېدونکې افسون وايي: «د هغو خلکو په څنګ کې چې فزیکي معلولیت نه لري، دا ډله هم باید د سالمو خلکو تر څنګ کار وکړي، ځکه چې دوی واقعاً مساوي دي او د دوی لپاره باید د برابرۍ احساس رامنځته شي، ځکه په ټولنه کې به د معلولینو او معلولیت یو نوی تعریف او انځور پیدا شي.»

افسون چې څلور نور ليکلي اثار هم لري، له حقوقو او سياسي علومو څخه فارغه ده. وايي، معلولينو سره د ټولنې دوه مخي چلند نوموړې له ډېرو کاري فرصتونو بې برخې کړې.

نوموړې زیاتوي: «ما پخپله ډېره هڅه وکړه چې فرصت راکړل شي او په يوه پروګرام، سيمينار او يا ټولنيز فعاليت کې یوه کوچنۍ ونډه واخلم، خو له بده مرغه چې داسې یو فرصت راته رانه کړل شو آن د يو ځل لپاره هم.»

څه باندې څلور لسیزې جګړې او تاوتریخوالي په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر زیات کړی دی – هغه کسان چې خپل ژوند په سختو شرایطو کې تېروي.

د هرات اوسېدونکی پیر محمد وايي: «نږدې نیمایي معلولینو سره مرسته کیږي او نیمایي سره نه، د اشرف غني په وخت کې هم له نیمایي معلولینو سره مرسته وشوه، نیمايي سره نه، موږ ته دومره څه نه راکول کیږي چې د ژوند ستونزې مو پرې حل شي او ژوند مو پرې ښه شي. موږ شپږ تنه یو. کله نه چې زلزله شوې تر اوسه زموږ ټوله کورنۍ ناروغه ده.»

د دغه ولایت اوسېدونکی وحیدالله وايي: «نږدې پنځه کاله کیږي چې پښه مې ماین وهلې. د شهیدانو او معلولینو څخه په کال کې یوازې یو ځل معاش اخلو، چې د کال په سر کې راکول کیږي، نور مو تر اوسه هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، هغه پیسې هم چې کوم پور مو درلود پرې خلاصې شوې. اوس د هېڅ کومې ادارې له خوا راسره مرسته نه کیږي او یوازې سروې کوي او ځي.»

یو معلول نیاز محمد بیا وایي: «معلول یم، شپږ میاشتې کېږي په ځای پروت یم، کارګر زوی هم نه لرم، دوه واړه ماشومان لرم، هیڅ هم نه شم کولای، هر چا سره مرسته کیږي، خو زموږ سروې نه کېږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وایي چې دغه کسان باید شاته پاتې پرېنښودل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي: «د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ موږ ته دا را یادوي چې د پایښت لرونکي پراختیایي موخو ترلاسه کول په دې ژمنې عمل کولو ته اړتیا لري چې هېڅوک باید شاته پرې نه‌ږدو.»

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر ۱،۳ میلیارده اعلان کړی دی.

طالبانو هم په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو شمېر ۱۸۰ زره ۴۴۹ اعلان کړی، چې ۱۴۹ زره یې نارینه او ۳۰ زره یې ښځې دي.