افغانستان

د حسنا سادات مړینه؛ یوه شکمنه پېښه

په کابل کې د رسنیزې فعالې حسنا سادات له مړینې نږدې دوه ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د دغې پېښې څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

له هغه وخت راهیسې تر اوسه، د دې پېښې په اړه بېلابېلې کیسې رواني دي، او د هغې کورنۍ تر اوسه نه ده حاضره شوې چې په دې اړه کره معلومات ورکړي.

سرچينې آمو ټلويزيون ته وايي، وروسته له هغې چې يوه ګاونډي یې د موسيقۍ د اورېدو په تور له هغې شکایت وکړ، طالبان يې کور ته راغلل او حسنا سادات د طالبانو له وېرې ځان له کوره لاندې وغورځاوه.

د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «موږ باوري یو چې اغلې حسنا سادات د استبداد، تش‌ په نوم او په افغانستان کې د وېرې جوړونکې ډلې د واکمنۍ یوه له لسګونه ان ښايي له سلګونه قربیانیانو څخه وي.»

اغلې سعیدي زیاتوي: «د بشري حقونو له ټولو کورنیو او بهرنیو دفاع کوونکو بنسټونو څخه مو غوښتنه وکړه، چې باید له دا ډول زړه بوږنوونکو پېښو په سطحي توګه تېر شي او مرسته وکړي چې د دا ډول جنایتونو عاملین محاکمه شي.»

خو د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ دا څرګندونې ردوي چې ګواکې حسنا سادات د دوى د ځواکونو له شتون وروسته ځان غورځولى دى. طالبان ادعا کوي چې د لومړنيو «عدلي» معايناتو پايلې ښيي چې مېرمن سادات او خاوند یې نشه وو.

د کابل د پولیسو قوماندانۍ ویاند وايي: «د عدلي طب لومړنۍ پايلې ښيي چې مېرمن سادات او خاوند یې د نشې په حال کې وو. په دې اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او تر دې دمه په دې اپارتمان کې د پېښې په تړاو يو تن نيول شوى دى.»

خو د بشري حقونو مدافعین د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي.

د بشري حقونو مدافع سمیع‌‌الله عزیزي وايي: «د حسنا سادات د مړینې موضوع دوه اړخونه لري؛ هم د پوښتنې وړ ده او هم مرموزه … د حسنا سادات د مړینې موضوع نه لومړنی ده او نه به وروستۍ وي.»

د ښځو د حقونو دفاع کوونکي بنسټونه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کوي او د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتونکي دي.

حسنا سادات د جمهوریت له نسکورېدو یو کال وړاندې له سیمه‌ییزو رسنیو سره د دوبلې برخه کې کار پیل کړ او تر څنګ یې فلمي فعالیتونه یې هم درلودل.