افغانستان

د افغانستان د ارزونې په اړه د برېټانیا، قطر او کاناډا له استازو سره د سینیرلي اوغلو ناسته

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په دغه سازمان کې د قطر، کاناډا، برتانیا او افغانستان له دایمي استازو او یو شمېر ښځو سره د افغانستان په اړه د خپلې نوې ارزونې په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازی وايي، دا ارزونه کولی شي د افغانستان په اړه یوه همغږې، منسجمه او د راتلونکي لپاره یې تګ لاره برابره کړي.

کاناډا هم دا ارزونه د راتلونکي لپاره یوه تګلاره بللې ده.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وويل چې د دې ارزونې د وړانديزونو د عملي کولو لپاره هر ډول بېړنی اقدام بايد د ځانګړو شرايطو او د يوې روښانه طرحې له مخې وشي.

نوموړی وایي: «د افغانانو د ګټو د ساتنې او د هغو ناغوښتنو پایلو د مخنیوي لپاره چې د عدالت، بشري حقونو او نړیوالو نورمونو اصول تر پښو لاندې کولی شي، یوې محتاطې او مشروطې تګلارې ته اړتیا ده.»

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی په دې اړه وایي: «د اساسي قانون جوړول، د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت، د قوم، ژبې او مذهب توپیر په پام کې له نیولو پرته په واک کې د ټولو خلکو ګډون کولی شي په افغانستان کې ثبات ټینګ کړي.»

په همدې حال کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د بشپړې یوځای کېدنې شرایط د دغه سازمان د ارزونې په اړه یوه له پوښتنو څخه بولي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وایي: «په سیاسي دلایلو د توضیحاتو ډکول په بشپړ ډول منطقي دي، ځکه لومړنی مخاطبه دا امنیت شورا ده.»

ریچارډ بینیټ وايي، د ملګرو ملتونو ارزونې له طالبانو غوښتي چې وښيي دوی په نړیوالو قوانینو کې د افغانستان د بشري حقونو مکلفیتونه پلي کوي، چې د ښځو د زده کړو او کار حق تضمینوي او په ټولو جوړښتونو کې د دوی ګډون؛ خو د نوموړي په ​​وينا، د طالبانو له خوا د دغه ډول فرمان عملي کېدل له پوښتنو سره مل دی.

ښاغلی بینیټ وایي: «آیا دا شونې ده؟ او طالبان باید څومره پرمختګ وکړي؟ او څوک دا پریکړه کولی شي چې دا پرمختګ کله په نړیواله ټولنه کې د دوی د ادغام د پیلولو لپاره کافي دی.؟»

په ورته مهال د مقاومت شورا چې یو شمېر پخواني سیاسي او جهادي مشران هم لري، ويلي، د بشري حقونو، ښځو، امنیت او له طالبانو سره د اړیکو د څرنګوالي په برخو کې د ملګرو ملتونو ارزونه له نیمګړتیاوو سره مخ ده او باید کمزورتیاوې یې له لېرې شي.

دغه شورا وايي، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره له ټولو سیاسي ګوندونو سره د مهالویش له مخې د سیاسي خبرو اترو بهیر پیل کړي.

د دې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کیدو په اړه د فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې په اړه بحث وکړ.

خو تر اوسه دغې شورا د ارزونې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.