افغانستان

محمد اسماعیل خان: د طالبانو حکومت به تر درې یا پنځه کلونو ډېر دوام ونه کړي

یو له پخوانیو جهادي مشرانو محمد اسماعیل خان له آمو سره په مرکه کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د امریکا حضور اشغال بولي او وايي چې د طالبانو واکمني به تر درېیو یا پنځو کلونو ډېر دوام ونه کړي.

نوموړی په دې خبرو کې ټینګار کوي چې په مسکو کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو وروستیو ناستو او په دوشنبه کې د هرات امنیتي غونډې ته هیله مند دی چې په افغانستان کې د سیاسي حل لپاره مرسته وکړي، خو په وروستي پړاو کې پر پوځي اختیار هم غور کوي.

دی وايي: «په نړۍ کې هېڅ هېواد تر اشغال لاندې نه شي پاتې کېدی او د افغانستان په څېر بې وزله هېواد تر ډېره وخته تر اشغال لاندې پاتې کېدو ته اړ دی چې بیارغونې ته ورسیږي، امریکایان هم چې د کومې لویې موخې لپاره راغلي وو، ترلاسه یې نه کړه.»

هغه د افغانستان سقوط د “سپارنې طرح” بولي او د هرات د سقوط په اړه وايي چې د هرات امنیتي چارواکو د جنګېدو انګیزه نه درلوده.

محمد اسماعیل خان زیاتوي: «هم د قول اردو قومندان او هم د کورنیو چارو وزارت مرستیال چې د امنیتي ځواکونو د تنظیمولو لپاره راغلي وو، ټول دولتي مامورین چې د امنیت چارې یې پر غاړه وې، مخکې له دې چې طالبان راشي ملکي جامې یې واغوستې او تسلیمېدو ته تیار شول.»

ښاغلی اسماعیل خان همدارنګه وايي چې د طالبانو د مخالفو جبهاتو د پوځي اقدام په ګډون د هر اقدام ستاینه کوي او په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو ناستې او په دوشنبه کې د هرات امنیتي غونډې ته هیله مند دی، خو په وروستي پړاو کې پوځي اختیار هم لري.

د دغه پخواني جهادي مشر په وینا د طالبانو واکمني به تر پنځو کلونو ډېره دوام نه وي.

هغه وايي: « فکر کوم چې طالبان به ښايي تر درې یا پنځه کالو ډېر پاتې نه شي.»

که څه هم د جمهوري ریاست له نسکوریدو دوه کاله تیریږي، خو ویل کیږي چې د طالبانو د مخالفو جبهو تر منځ د ګډو نظریو نشتوالی او تر یوه چتر لاندې د پخواني حکومت د سیاسي او پوځي مشرانو نه شتون تل له نیوکو سره مخ شوي.