افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: موسمي ناورین، افغانستان کې د میلیونونه کورنیو ژوند ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې موسمي ناورین افغانستان کې د میلیونونه کورنیو ژوند ګواښي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ پر ایکس لیکلي، چې دا ناورین له افغانستانه لیرې نه دی او وچکالۍ پر افغانانو او ټولنې ناوړه اغېزې لرلې دي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې د موسمي بدلونونو اغېزې ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو ته زیان رسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې له موسمي ناورینه اندېښنه څرګنده کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې موسمي ناورین په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو ژوند ګواښي او وچکالۍ افغانستان کې د لوږې کچه لوړه کړې ده.

یوه بادغیسي کروندګر د خوړو نړیوال پروګرام ته ویلي، چې د وچکالۍ د ناوړه اغېزو له امله یې خپله پنځه کلنه لور واده کړې ده.

د بادغیس دغه اوسېدونکی وايي: «د دې له امله چې وچکالي وه او ماشومانو مې د خوړلو لپاره څه نه لرل یوه پنځه کلنه لور مې واده کړه. لس تر پنځلس (منه) غنم مې وکرل؛ خو د وچکالۍ له امله مې هېڅ حاصل تر وانه‌خیست او اوس‌مهال هم څه په لاس کې نه لرم. حیران پاتې یم چې څه وکړم او له دې پرته چې خپله ماشومه لور واده کړم بله هېڅ لار راته پاتې نه وه.»

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې د موسمي بدلونونو له امله هر کال افغان کروندګر زیانمن کېږي او ډېری یې د سړې هوا له امله نه شي کولای خپل کرنیز محصولات راټول کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «د موسم په بدلېدو، ټول کروندګر زیانمن کېږي؛ ځکه د سړې هوا یا نورو عواملو له امله په وخت خپل محصولات نه شي راټولولای. وچکالي د کروندګرو لپاره لوی زیان دی او هر کال کروندګر زیانمن کېږي.»

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان هم په خپل ترټولو تازه راپور کې شمېرې وړاندې کړې چې تر ۲۷ میلیونو زیات ماشومان د موسمي ناورین له امله له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

له درېیو کلونو راهیسې افغانستان کې وچکالۍ ډېر زیانونه اړولي دي او هېوادوال په ځانګړې توګه کروندګر یې له امله زیانمن کېږي.