افغانستان

اوچا: د طالبانو لاسوهنې په افغانستان کې د مرستې رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو شاوخوا ۱۰۰۰ لاسوهنې راپور شوي دي.

اوچا زیاته کړې ده چې په دغو کې له ۱۹۰ څخه زیاتې پېښې په مرستندویه مؤسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو له خوا محدودیتونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کارونو محدودیتونو اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې په ۲۰۲۳ کال کې بشري عملیات له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبانو د علماوو شورا او د اقتصاد ریاست د یوې ډلې په جوړولو سره د هغو بنسټونو ورځني کارونه چې د اکتوبر له ۷مې تر ۳۱مې د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې کوي، سخت اغېزمن کړي دي.

اوچا په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د خپلو ۱۹ کارکوونکو د نیولو راپور ورکړی دی. «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو په بهير کې د هېواد د علماو د شورا او د اقتصاد له رياست څخه يو ټيم جوړ کړ چې د ادارو او بنسټونو ورځني کارونه وڅيړي . لکه څرنګه چې ۲۴ مرستندویه ادارو راپور ورکړی دی، چې دوی د بندیزونو ۴۰ پېښې او د خپلو کارکوونکو د نیولو له ۱۹ پېښو سره مخ شوي دي.»

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي، چې طالبانو د هرات زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو بهیر ستونزمن کړی دی.

د اوچا د شمېرو پر بنسټ، د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې له امله په ۲۰۲۳ کال کې تر ۶۵۰ ډېر مرستندویه پروګرامونه په موقت ډول تړل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې د طالبانو لاسوهنه د تېر کال په پرتله د مرستو په بهیر کې ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر موندنې ښيي چې طالبانو د نوم لیکنې پر مهال د مرستندویه موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه لګولي او ښځې یې له د مدیره هیئت ایستلې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د بشري مرستو د وېش پر مهال د ښځو پر شتون محدودیتونه د ۸۳ دایمي او موقتي پروژو د ځنډېدو لامل شوي.

په راپور کې ویل شوی: «په روان کال کې په بشردوستانه فعالیتونو کې د لاسوهنې ټول ۹۹۹ راپورونه ثبت شوي دي، چې په هغو کې ۱۹۵ پېښې په مرستندویه موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه شامل دي.»

ملګري ملتونه وايي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې تر ۵۰ ډېر فرمانونه او فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې ښځې او نجونې د زده کړې، مطالعې، کار او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو له حقه بې برخې شوي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار راپور ورکړی دی چې د طالبانو فرمانونه چې ښځې له کار کولو منع کوي په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.