افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه ۲۴سلنه راستنېدونکي له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان دي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له پاکستانه افغانستان ته د راستنیدونکو په شمېر کې له زیاتوالي سره روغتیايي سرچینې تر فشار لاندې دي او اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه سازمان د نوي راپور پر بنسټ، د نومبر له لومړۍ تر ۲۱مې نېټې پورې څه باندې ۹۲ زره کډوالو ته چې ۵۶ سلنه یې ښځې وې، روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له یوې خوا سړې هوا د راستنیدونکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې او له بلې خوا د کډوالو د پرله پسې راتګ سره اضافي روغتیايي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا زیاته شوې ده.

د دغه سازمان په نوي راپور کې راغلي، د نومبر تر ۱۸مې نیټې پورې له ۳۷۴ زره ډېر کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

هره ورځ له پاکستانه په زرګونو کډوال پر اوږو له ننګونو د ډکو بارونو سره افغانستان ته راستنیږي.

لکه څنګه چې د روغتیا نړیوال سازمان تازه شمېرې ورکړي چې هره ورځ افغانستان ته حتی ۱۷ زره کسان هم راغلي دي. د دې شمېرو پر بنسټ، د نومبر تر ۱۸مې پورې د راستنیدونکو شمیر ۳۷۴ زره تنو ته رسیده چې ۴۸ سلنه یې ښځې وې.

په همدې ډول، د نومبر له اولې تر ۲۱مې پورې، له ۹۲ زره ډیر راستانه شويو روغتیایي پاملرنې ته اړتیا درلوده چې ۵۶ سلنه یې ښځې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: د نومبر تر ۱۸مې پورې ۳۷۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، د تورخم له لارې ۲۵۵ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي، د سپین بولدک له لارې ۱۱۶ زره کسان افغانستان ته راغلي دي، څه باندې ۹۲ زره کسانو روغتیايي مرستې ترلاسه کړي دي او روغتیایي خدماتو ته د اړمنو خلکو له ډلې ۵۶.۲ سلنه یې ښځې وې.

یوه افغان کډواله مینه وايي: «د ژمي په دې موسم کې، دا د هغو افغانانو لپاره چې له پاکستانه شړل کیږي، د اندېښنې وړ حالت دی. هغه افغانان چې افغانستان ته شړل کیږي ښه اقتصادي وضعیت نه لري ځکه چې د افغانستان حالات ښه نه دي.»

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې ځینې بیړنۍ اړتیاوې هم په ګوته شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د کډوالو دوامداره راتګ روغتیایی پاملرنې او اضافي مرستو ته اړتیا زیاته کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه خبرداری ورکړی چې سړې هوا د راستنېدونکو روغتیا له خطر سره مخ کړې او د تودوخې توکي کم دي او په پای کې تر ټولو مهمه دغه سازمان ویلي چې د کډوالو د شمېر په زیاتېدو سره روغتیايي سرچینې تر فشار لاندې دي او د روغتیا نړیوال سازمان اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره لس میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

پاکستاني رسنیو ویلي چې پرون له پاکستانه څه باندې دوه زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. طالبان هم وايي چې د راستنېدونکو کورنیو د پېژندنې په بهیر کې دوی ته معلومه شوې چې له ۶۰ کورنیو ۸ افغانې کورنۍ نه دي.

په پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند وايي: «ځینې افغان کډوال چې په اسلام اباد کې ژوند کوي، د کورونو خاوندانو ځواب کړي. ځکه چې ویزه نه لري. دا مهال دغه کډوال د UNHCR د دفتر مخې ته شپې او ورځې تېروي.ِ»

اسلام آباد د نومبر په لومړۍ نیټه، د بې اسناده کډوالو ایستل پیل کړل، هغه پالیسي چې اصلي موخه یې د افغان کډوالو ایستل و. یو شمېر کډوال وايي چې دا بهیر د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورولو، وېرې او اندېښنې سره مخ دی.