افغانستان

افغانستان ته د ترکیې د مرستو د اتمې جوپې رسېدل

د هرات د زلزله‌ځپلو او له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ترکیې د بشردوستانه مرستو اتمه جوپه د شنبې په ورځ د تورغونډۍ پولې له لارې افغانستان ته ورسېده.

په دې ۵۰۰ ټني جوپه کې خوراکي توکي، جامې او خیمې شاملې دي او د طالبانو د اقتصاد وزارت په وینا، د دې مرستو ۳۰۰ تڼه به د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو او ۲۰۰ ټنه نور رایستل شویو کډوالو ته ځانګړي شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت معین وايي: «خیمې دي، ژمنۍ جامې او خوراکي توکي دي چې ۳۰۰ ټنه یې د هرات زلزله‌ځپلو او ۲۰۰ ټنه یې هغو کډوالو ته ځانګړې شوې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.»

د هرات زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون ویاند احمدالله متقي وايي: «په دې جوپه کې کابو ۵۰۰ ټنه خوراکي توکي، جامې، درمل، خیمې او نور توکي دي.»

کابل کې د ترکیې سفارت مسوولین هم وايي، چې افغانستان سره به د ترکیې مرستې دوام ولري. هغوی زیاتوي: «د ترکیې – افغانستان او افغانستان – ترکیې همکارۍ هېڅکله پایته نه رسېږي او دوام لري.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي‌زاده وايي: «لومړنی هېواد چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړه، ترکیې د څېړنې او سروې ډله وه او دا اتمه جوپه ده چې د دغه هېواد له خوا د مرستې په توګه رالېږل کېږي.»

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د «چشمه غوري» کلي اوسېدونکی عبدالحکیم وايي، چې د هرات په وروستۍ زلزله کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او تر اوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

عبدالحکیم وايي: «ستونزې ډېرې دي. موږ هېڅ هم نه لرو. لارې خرابې دي. ان د څښلو اوبه، کلینک او ډاکتر هم نه لرو.»

یوازې عبدالکریم نه، محمد عوض هم پر هغه څه چې د زیانمنو وضعیت ته د طالبانو بې‌پامي یې بولي نیوکه کوي.

دا شکایتونه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې طالبانو د شنبې په ورځ د بشردوستانه مرستو ۵۰۰ ټنه جوپه ترلاسه کړه. په دې مرستو کې خوراکي توکي، جامې او خیمې شاملېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې هرات کې د زلزلو له امله ۱۵۰ زره تنه زیانمن شوي دي. د دې سازمان په وینا، له زلزلې وروسته توپان هم د دې لامل شوی، ۳۰۰ کورنۍ چې په خیمو کې یې ژوند کاوه هم بې سرپناه شي.