افغانستان

له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د درېدو د پایلو په اړه خبرداری

د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت وايي چې د طالبانو له واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو افغانستان لا هم د لوړو بشردوستانه اړتیاوو په لرلو سره د نړۍ ترټولو بېوزله هېواد دی. دغه انستیتوت خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه مرستو په پرې کېدو به د افغانستان اقتصاد بیا له ناورین سره مخ شي. د امریکا د سولې انسټیټیوټ په راپور کې راغلي چې د نفوسو زیاتوالي او له پاکستانه د زرګونو کډوالو راتګ د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړی.

د امریکا د سولې انستیتوټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد په خراب حالت کې دی او له سقوط سره مخ دی او بهرنۍ مرستې چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلې په ۲۰۲۳ کال کې نیمایي ته راښکته شوي دي. د دغه راپور موندنې ښيي چې د طالبانو له واکمنۍ د دوه کالو په تېرېدو لا هم افغانستان د نړۍ یو له هغو بېوزلو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېرې بشري اړتیاوې لري او ډېرې کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.

په دې راپور کې راغلي: «ډیری میرمنې په بشپړ ډول له کاري ځواک ایستل شوي دي. له بده‌مرغه، مالي ستونزې مخ په زیاتېدو دي، او د نفوسو په زیاتېدو او د زرګونو افغانانو له راتګ سره چې له پاکستانه راستنېدو ته اړ شوي، اټکل کیږي چې د افغانستان اقتصاد چې له پخوا کلابند وو، وپرځېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: «د امریکا د سولې انستیتیوت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له دوو راپورونو په ګټې اخیستو او په شننې سره جوړ کړی دی. د امریکا د سولې انستیتیوت ځینې شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان اقتصاد کمزوری دی او خلک نه شي کولای د ژوند د اړتیا وړ امکانات برابر کړي.»

په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم د بېوزلۍ له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې کار نشته او خلک د ډوډۍ موندلو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د دغه هېواد د سړي سر عاید تر ۱۵۰ ډالرو ډېر کم شوی دی.