Uncategorized @ps افغانستان

هرات کې د ښوونیزو مرکزونو پر بیا پرانیستلو د دغه ولایت د نجونو زده کوونکو ټینګار

په هرات کې نجونې وايي، د دوی پر مخ د ښوونیزو مرکزونو تړل هغه وروستی مېخ وو چې د طالبانو له خوا د ښې راتلونکې لپاره د دوی د هیلو پر تابوت ټک وهل شو.

له دغو نجونو يوه يې وايي، چې د طالبانو له خوا ښوونځي ته د تګ له منع کېدو وروسته يې په ښوونيزو مرکزونو کې له ډېرو ننګونو سره سره د انګلیسي ژبې زده کړه پیل کړه، چې اوس ترې دا فرصت هم اخيستل شوى دى.

صالحه يوه له دغو زده کوونکو ده چې د هرات ولايت په يوه څنډه کې، د زرګونو نورو نجونو په څېر ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو ته له تګ منع شوې او په ناهیلۍ کې ژوند کوي. کله چې یې پر مخ ټولې دروازې وتړل شوې، نو پرېکړه يې وکړه چې په کور کې انګليسي زده کړي.

وايي، د طالبانو دغه محدوديتونه د دې لامل شوي چې هغه او هم نسلې نجونې یې له ډېرو رواني ستونزو سره مخ شي.

صالحه وايي: «له هغه وخته چې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، نیمايي افغان نجونې؛ په ځانګړې توګه د هرات هغه نجونې چې زه یې پیژنم له رواني ستونزو سره مخ شوې. خپه شوې. جبري ودونه یې وکړل. بیخي له منځه لاړې او که همداسې دوام وکړي، د ښوونځيو دروازې خلاصې نه شي، افغانې ښځې به له منځه ولاړې شي.»

اوس هېڅ بله لاره ورته نه ده پاتې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او دا د افغانستان د ټولو نجونو د وضعیت یوه کوچنۍ بېلګه ده.

هغه وايي: «زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغان ښځو لپاره د ښوونې او روزنې او زده کړو زمینه برابره کړي. دوی ډیرې وړتیاوې لري. با استعدادې دي. کولی شي زده کړې وکړي. ښوونکي شي. ډاکټرانې شي. انجینرانې شي او حقوق پوهې شي. مدني فعالانې شي او له خپلې ټولنې سره مرسته وکړي.»

په هرات کې د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو د تړلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په تېر حکومت کې د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي وايي: «له بده مرغه هغه محدودیتونه چې د واکمن نظام له خوا وضع شوي زموږ نوی او ځوان نسل په تیاره کې اچولی شي او له بده مرغه د دې وضعیت دوام دومره خطرناک دی چې جبران به یې ناشونی وي. طالبان باید پوه شي چې د ټولو تعلیمي او تحصیلي مرکزونو بیا پرانستل د ټول افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د ملت دغې غوښتنې ته باید غاړه کیږدي.»

په تېر حکومت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي: «له بده مرغه له زده کړو سره د واکمنې ډلې د دوښمنانه چلند په وروستي مورد کې موږ په هرات ولایت کې د ژبې او کمپیوټر د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو د تړلو شاهدان یو. دا ډول کړنې د ډیرو کورنیو د نا امیدۍ لامل کیږي. دا کړنې د طالبانو د پخوانۍ پرېکړې په دوام ترسره کیږي، چې موخه یې له علم او پوهې د ځوانانو بې برخې کول دي.»

د زده کړو د حق یو شمېر فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودونکو سیاستونو مخه ونیسي.

د زده کړو د حق یوه فعاله مریم کریمي وايي:«د دې وضعیت دوام، د دې لامل کیږي چې افغانستان په یوه داسې ټولنه بدل شي چې د سواد کچه پکې صفر ته رسېږي. کله چې یوه خور او مور سواد ونه لري، هغه کور ورانیږي.»

اوس ظاهراً د صالح يوازنۍ خوښي د کور په یوه کونج کې کېناستل او د ښوونيزو پروګرامونو لیدل دي. هغه وايي چې ښوونځي او پوهنتون ته تلل حتی په خوب کې هم د هغې لپاره یو نه ترلاسه کېدونکې هیله ده.