افغانستان

ام‌ټي‌ان مخابراتي شبکه په افغانستان کې خپل فعالیت دروي

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو ټیټ کیفیت، د افغانستان دننه کار کوونکي ناراضه کړي دي.

یو شمېر هېوادوال وايي، چې د ستر لګښت سربېره په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو کیفیت خورا ټیټ دی.

دوی ټینګار کوي چې د مخابراتي شبکو انټرنېټي کڅوړې د دوی اړتیاوې نه پوره کوي.

دلته په افغانستان کې د نورو ننګونو تر څنګ یوه له ننګونو څخه د مخابراتي شبکو د خدمتونو ټیټ کیفیت دی.

هېوادوال سربېره دا چې د مخابراتي شبکو د انټرنيټي کڅوړو د بيې له لوړېدو شکایت لري د کيفيت د ټیټوالي خبره يې هم کوي.

د کابل یوه اوسېدونکې حوریه وايي: «څلور مخابراتي شبکې فعالیت لري، خو له بده مرغه خلکو ته معیاري خدمات نه شي وړاندې کولای، موږ په ډېرو پیسو انټرنیټ فعالوو، په یوه سیمه کې انتن ښه ورکوي، خو په بله کې نه. موږ له انټرنیټي خدماتو ناراضه یو، په تېره بیا په پلازمیني کابل کې.»

دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، دغه ستونزه تل د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ټیټ کیفیت په ځانګړي ډول د هېواد په ليرې پرتو سیمو کې د دې لامل شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي وايي: «نه یوازې دا چې په افغانستان کې مخابراتي خدمات د ګاونډیو هېوادونو په پرتله توپير لري، بلکې په ډېری موردونو کې داسې طریقې موجودې دي چې شرکتونه له ښو خدماتو پرته له خلکو پیسې اخلي.»

تازه، د MTN مخابراتي شرکت ویلي دي چې غوره بازارونو او افریقايي هېوادونو ته د لاسرسي او تمرکز په موخه، د روان میلادي کال د دسمبر تر پایه پورې به افغانستان پرېږدي.

له بلې خوا، د مخابراتي محصولاتو د راټولولو د پروسې غیر شفافیت تل تر پوښتنې لاندې دی.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ادعا کوي چې د انټرنېټ نرخونه له ۴۰ سلنې څخه تر ۶۰ سلنې پورې او د ټیلیفوني اړیکو نرخونه ۳۰ سلنه راټیټ شوي دي – هغه ادعا چې د افغانانو له لورې بې اساسه بلل کېږي.

طالبان وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه فعال سیم کارتونه لري.