افغانستان

د کابل د زاړه ښار په زړه کې د «کاه فروشۍ» کوڅه د طالبانو په واکمنۍ کې څه ډول وضعیت لري!؟

په دې کوڅه کې يو شمېر هټيوال وايي؛ په لومړي سر کې، د قرنطین او کرونا ویروس مسله او اوس سیاسي بدلون د دې لامل شوی چې ورځنی عاید یې ۵۰ سلنه را ټیټ شي. خو دا کوڅه لا هم خپلې ښکلې کیسې لري.
د کابل د نورو برخو خلاف چې سندرې په کې منع دي. په دې کوڅه کې مرغان سندرې وايي. خلک هم د پېر او پلور او هم د مرغانو د سندرو اورېدو لپاره«کاه فروشي» کوڅې ته راځي.

د «کاه فروشي» کوڅه، د کابل د زاړه ښار په زړه کې هغه کوڅه ده چې د زاړه کابل او ننني کابل ترمنځ د نښلونې یو پل دی.

ښایي دا د کابل له هغو کم سارو برخو وي چې د کورنیو جګړو له اور او د جګړو له باروتو خوندي پاتې شوې وي. د طالبانو د بندیزونو په سیوري کې لا هم دا ښکلې مرغۍ دلته سندرې وايي.

د تاریخي روایتونو پر بنسټ، د کاه فروشي کوڅه او د نوم مخینه یې د تیمورشاه دراني د واکمنۍ پېر ته رسیږي. له ګڼې ګوڼې د دغې ډکې کوڅې بوختیاوې د څارویو ساتل او د مرغانو او واښو پېر او پلور دی.

د دغه ځای هټیوال نجیب الله وايي: «تر ټولو قیمتي مرغۍ کوتره او کَنري ده. هر یو یې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانیو بیه لري. کوتره یا کفتره له ۴۰ زره نه تر ۵۰ زره پورې بیه لري.»
اقتصادي څرخ لاهم دلته په حرکت کې دی. که څه هم د کرونا ناروغۍ، اوسني سیاسي بدلون او د طالبانو راتګ د دغه حرکت سرعت ورو کړی دی.

هټیوال بسم الله وايي: «قرنطین شو. کورونا وه. بازارونه ډېر کمزوري شول، اوس نږدې دوه نور کاله یعنې څلور کاله کیږي؛ بازارونه ډېر کمزوري شوي دي. ډیر زیات کمزوري شوي دي.»

د دې ځای ملګرتیا عجیبه رنګ لري. ته به وا لکه د دغه ښکلي طوطي په څېر چې دلته دی، لکه څنګه چې ځينو خلکو د کابلیانو په وینا د زړو ملګرو د کاکه ګیو او ولاړیو په اړه روايت کړی دی، چې دومره بې پروا لاس تر زنې ناست دی.

د جمعې په ورځ په دې کوڅه کې د خلکو ګڼه ګوڼه او تېرېدنه زیاتیږي. ځینې د مرغانو د سندرو په منځ کې، د کیسو له ویلو خوند اخلي، او ځینې هم د سیل او پېر او پلور لپاره راځي.

یوناني درمل یا همغه دودیزه درملنه، ښکلي رستورانتونه، سفالي لوښي او ښکلي څاروي؛ لکه سپين خرگوشونه چې په ذهن کې د سولې او هيلو رنګ تازه کوي، د دې کوڅې له نورو هغو جاذبو دي چې خلک دلته د راتګ لپاره را جذبوي.

يو هټيوال ولي الله عطايي وايي: «د شړشمو تېل دي. د زغر دي. د زیتونو دي. د بنګ دانې دي. د کنځلو دي؛ د پښو د درد لپاره، د ویښتانو غوړولو لپاره، د زیړي لپاره، د ملا د درد او خوړلو لپاره یې له موږ اخلي.»

له دې ټولو سره سره د «کاه فروشي» کوڅه ښایي د یو شمیر خلکو لپاره د تاریخ یوه برخه وي. خو لکه څنګه چې لیدل کیږي، یو نسل هڅه کوي؛ چې دلته کیسې، دودونه، کلتوري هويت او کاروبار د کلونو لپاره لا رنګين او ژوندی وي.