د تاجکستان او ایران ولسمشران په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتونکي دي.
د ایران ولسمشر تاجکستان ته د سفر پر مهال له طالبانو وغوښتل داسې یو حکومت جوړ کړي چې د ټولو قومونو او مذهبونو استازي پکې شامل وي.
له بلې خوا د تاجکستان ولسمشر وايي چې په افغانستان کې د روانې ستونزې یوازینۍ حل لاره سیاسي خبرې اترې دي.
دوه ګاونډیان چې تل یې د افغانستان په پرمختګونو کې په ځانګړې توګه په وروستیو لسیزو کې مهم رول لوبولی دی.
تاجکستان ته د ایران د ولسمشر په دغه سفر کې د افغانستان مسله د تهران او دوشنبه د خبرو اترو یو مهم محور بلل شوی دی.
ابراهیم رییسي له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې د ټولو قومونو او مذهبونو استازي پکې ځای ولري.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي وايي: «موږ او تاجکستان د دوو ګاونډیانو په توګه له نورو مخکې د افغانستان د ګرانو خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس کوو، په دې باور یو چې یو داسې حکومت چې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او ټولو خلکو استازیتوب وکړي، د افغانستان د چارو د پرمخ بیولو توان ولري، په دې ډول چې استازی یې د افغانستان د ټول ولس ملاتړ ولري چې د دغه هېواد د پرمختګ لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي.»
ښاغلی رییسي په افغانستان کې د امریکا د ناسمو سیاستونو خبره هم کوي.
د ایران ولسمشر زیاتوي: «دواړه هیوادونه د افغانستان د ګرانو خلکو په اړه اندېښمن دي، موږ په دې باور یو چې د امریکایانو له دوه لسیزو اشغال وروسته او هغه څه چې امریکایانو هلته پرېښودل، د افغانستان له ورانۍ، وژنې او له پرمختګه د ځان ساتلو پرته یې بل څه نه دي ترلاسه کړي. او دا د افغانستان د خلکو حق دی چې وده او پرمختګ وکړي.»
د تاجکستان ولسمشر هم، په افغانستان کې د روانو ستونزو یوازینۍ حل لاره د سیاسي خبرو پیل وباله.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي: «تاجیکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې له کورنۍ جګړې څخه تېر شوی، د ډیپلوماتیکو لارو او خبرو اترو له لارې د ستونزو او شخړو د سوله ییز حل لپاره خپل ملاتړ اعلانوي.»
خو تر دې وړاندې طالبانو په وار وار ادعا کړې چې حکومت ټول ګډونه دی او د دوی په وینا بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې ثبات نه شي راوستلی.
اوس پوښتنه دا ده چې د نړیوالې ټولنې د فشارونو سربېره ولې طالبان په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ته لېواله نه دي؟
د دوحې په تړون کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، د ټول ګډونه حکومت جوړول د دغه تړون یو له مهمو ټکو څخه و – هغه تړون چې نه دی عملي شوی.
نړیوالې ټولنې هم ویلي چې تر هغو به په رسمیت ونه پېژندل شي تر څو چې طالبان یو جامع حکومت جوړ نه کړي او د افغان ښځو او خلکو آزادیو ته درناوی ونه کړي.