د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېسیون ویاندې د روان زېږدیز کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د استوګنې له قانوني اسنادو پرته وګړو د ایستلو په اړه د پاکستان حکومت د ضرب الاجل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې پرېکړې څه د پاسه ۱،۴ میلیونه افغانان له ستونزو سره مخ کړي چې په پاکستان کې د استوګنې معتبر اسناد نه لري.
راوینا شمداساني په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې څه د پاسه دوه میلیونه افغانان له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي چې لږترلږه ۶۰۰ زره یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي دي.
شمداساني وویل: «موږ باوري یو ډېری کسان چې له ایستلو سره مخ دي افغانستان ته د ستنولو په صورت کې د نیولو، شکنجې، ظلمونو او نورو غیرانساني کړنو په ګډون د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ شي.»
هغې د مدني ټولنې د فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو دفاع کوونکو، مخکینیو دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو او همداراز ښځو او نجونو یادونه کړې چې افغانستان ته په ستنېدو به له خطر سره مخ شي.
د نوموړې په وینا، په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده کړو او تحصیل او همداراز ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون او کار څخه بې برخې دي.
د روان کال د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته کابو یوه میاشت وخت ورکړ چې له دې هېواده ووځي؛ پرته له هغې به د پاکستان د امنیتي ځواکونو له جبري ایستلو سره مخ شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ او د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور پربنسټ، کابو ۶۹ زره افغانان د اکتوبر تر پنځهلسمې نېټې له دغه هېواده وتلي دي.
په دې راپور کې راغلي، ۷۸ سلنه وګړي چې افغانستان ته ستانه شوي، د پاکستاني پوځیانو د نیولو وېره یې د وتلو لامل بللی دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د افغانانو په ډلهييزه توګه ایستل به د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې د سخت بشري ناورین د زیاتېدو لامل شي.
ددې کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د سرپرست حکومت (طالبانو) چاراکو ته د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو د عملي کولو یادونه کوو چې افغانستان د یوه ژمن دولت په توګه له بشري حقونو په ملاتړ، دودولو او ورته پاملرنې ته اړ باسي.»
اخوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبې اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې څه د پاسه دوولس زره افغانان د سپين بولدک او تورخم له لارو هېواد ته په «جبري توګه» راستانه شوي دي.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ۳۳۰ کورنۍ او ۱۱۰ تنه چې د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي، په دغو راستنو شویو کې ګډون لري.
په اعلامیه کې ویل شوی چې د دې کډوالو ۴ زره او ۳۶۹ تنه د لړم پر څلورمه د تورخم دروازې له لارې «په جبري توګه» له پاکستان څخه ایستل شوي دي.