افغانستان

له زلزلې د دوو اونیو په تېرېدو لاهم زرګونه تنه په لنډمهاله سرپناه کې اوسېږي

د هرات له زلزلې څه دپاسه دوه اونۍ وروسته هم زرګونو زلزله ځپلي لا په لنډ مهاله سرپناه او ازاده فضا کې شپې ورځې تېروي.

دغه زلزله ځپلي وايي، سړې هوا او د سرپناه نشتوالي یې ماشومان ناروغان کړي او د دوی د درملنې لپاره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. د دغو قربانیانو له ډلې یو شمېر یې وايي چې د شپې تېرولو لپاره ان یوه خېمه هم نه لري.

د هرات سختې او تورې شپې؛ هوا سړه ده او خیمې د زرګونو زلزله ځپلو لپاره یوازینۍ سرپناه ده. د زیات شمېر قربانیانو څخه، چا د خپلې کورنۍ یو یا څو غړي له لاسه ورکړي، چا خپل کور له لاسه ورکړی، او چا د خپل ژوند ټول شته له لاسه ورکړي دي.

د هرات اوسېدونکی نصیر احمد وايي: «په بازار کې خیمې نه موندل کېږي. موږ ټول په پشه خانو او ترپالونو کې ژوند کوو. هیڅوک زموږ دغې ستونزې ته پام نه کوي.»

د دوی پخلی پخېږي او ځینې سړي د دې خیمې لاندې د عبدالستار پر دسترخوان را ټولېږي، دوی د خپلو سختو ورځو او ناروښانه راتلونکي په اړه خبرې کوي.

د هرات بل اوسېدونکی عبدالستار بیا وايي: «همدا زلزله چې په هرات کې وشوه، خلکو ته يې زيانونه او ستونزې راولاړې کړې. ټول خلک زموږ ځمکې ته راغلي دي.»

خو تر دغو خېمو لاندې د ماشومانو او ښځو لپاره شپه په سخته سبا کېږي.
دوی وايي چې، سړې هوا او په ازاده فضا کې یې ژوند، ډېر ماشومان ناروغه کړي او له بلې خوا یې درملنې، درملو، اوبو او سرپناه ته لاسرسی کم دی.

یو بېځایه شوی ماشوم وايي: «زموږ ډېر ساړه کېږي، خېمې نه لرو، په خاورو کې خوب کوو، هېڅوک هم له موږ سره مرسته نه کوي.»

د هرات اوسېدونکی عصمت الله وايي: «موږ په سړې هوا او ازاده فضا کې ژوند کوو. اوبه او برېښنا نشته. زموږ ماشومان ساړو وهلی او ناروغه شوي دي.»

دغه راز د هرات په ډېرو سيمو کې خلک خپلې ورځې او شپې په خېمو او يا په ازاده فضا کې تېروي.

د هرات له زلزلې ۱۵ ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه خلک په لنډ مهاله سرپناه کې ژوند کوي او د نړۍ له خوا د میلیونونو ډالرو مرستو د اعلان سربېره بیا هم لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي شکایت کوي.

د هرات اوسېدونکی وايي: «دغه خلک چې دلته دي خیمو ته اړتیا لري ترڅو یې د شپې ساړه ونه شي، دوی لږ تر لږه د خپلې ګيډې د مړولو لپاره خواړو ته اړتیا لري او د دوی ماشومان درملو ته اړتیا لري ترڅو ناروغه نه شي.»

ملګرو ملتونو ویلي، چې د هرات د زلزلې له امله زرګونه کسان مړه شوي، ۲۱ زره و ۵۰۰ کورونه زیانمن شوي، ۱۱۴ زره کسان سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري او په پای کې د هوا په سړېدو سره د دایمي سرپناه، روغتیايي مرستو او د خوراکي توکو لپاره جدي او بیړني اقدام ته اړتیا ده.