ښځې

د ښځو له حقونو دفاع کوونکو بهیرونو غوښتنه؛ د طالبانو له بنده د فعالانو بې له ځنډه خوشي کېدل

د ښځو حقونو یو شمېر دفاع کوونکو په یوه تازه کمپاین کې د طالبانو له بنده د ژولیا پارسي، ندا پرواني، رسول پارسي او مطیع الله ویسا د ژرترژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر دا بهیرونه اندېښمن دي چې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو له حقونو سرغړونه په «ویروونکې توګه» زیاته شوې ده.

معترضې مېرمنې ژولیا پارسي له خپل مشر زوی سره او ندا پروان له خپل ماشوم او خاوند سره، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د ښځو او نجونو د زدکړو د حقونو فعال مطیع الله ویسا له کورنیو او بهرنیو اعتراضونو سره سره لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اوس ددغو کسانو د خلاصون لپاره د ښځو له حقونو د یو شمېر دفاع کوونکو بنسټونو له خوا تازه کمپاین پیل شوی دی.

د افغان مېرمنو سیاسي مشارکت شبکې رییسه ترنم سعیدي وايي: «د سیاسي بندیانو ژولیا پارسي، ندا پرواني، رسول پارسي او مطیع الله ویسا د خوشي کولو لپاره عدالت غوښتنه کوو، باید هېر نه کړو چې زموږ عزیزان په بند کې دي.»

په دې لړ کې یو شمېر نور بیا اندېښنه لري چې د طالبانو په بند کې په وېروونکې توګه له بشري حقونو د سرغړونو خبره کېږي.

یو شمېر کسان چې د طالبانو له بنده خوشي شوي هم د طالبانو د شکنجې او ناوړه چلند کیسې کوي.

د یاناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر، له بشردوستانه چارو ملاتړي بنسټونه تل د طالبانو له خوا د دغه راز نیونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې، خو په دې تازه کمپاین کې له دغو بنسټونو غوښتل شوي چې عملي اقدام وکړي.

د افغانستان د عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ غړې فاطمه اعتمادي وايي: «موږ د طالبانو له بنده د مدني فعالانو او بشري حقونو فعالانو د ژرترژره خوشي کېدو غوښتونکي یو، موږ له ملګروملتونو او له بشري حقونو ملاتړو بنسټونو غواړو چې د ژولیا پارسي او ندا پروانی د خوشي کولو لپاره هڅې وکړي.»

له دې سره همهاله، له افغانستانه بهر د جرمني په یوه برخه کې په هېواد کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو لپاره د تمنا زریاب پریاني د پرلت خېمه درول شوې.

پریاني وايي چې ددې موخې لپاره مبارزه کوي او د اکتوبر له ۲۸ وروسته به د خپلو اعتراضونو نوی پړاو پیل کړي.

پریاني ۲۴ ورځې کېږي چې د پرلت خېمه یې درولې، هغې له دې مخکې هم د دیارلسو ورځو لپاره د خوړو اعتصاب کړی و.

د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره، دغې ډلې پر افغان ښځو او نجونو سخت سیاستونه او محدودیتونه لګولي دي، داسې محدودیتونه چې د ملګروملتونو د کارپوهانو او معترضو مېرمنو په ګډون یو شمېر کسان باور لري چې د جنسیتي اپارتاید یا بېلولو او جنسیتي تبعیض په توګه وګڼل کېږي.