افغانستان

په افغانستان کې له دوه میلیونه زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې ۹،۹ میلیونه یورو مرسته

اروپايي ټولنه په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې له دوه میلیونه زده کوونکو د ملاتړ په موخه د خوړو د نړیوال پروګرام د ۹،۹ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی دی.

نن په کابل کې د اروپايي ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوه.

د اروپايي ټولنې او خوړو د نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام به په دغو پیسو د ۹۰۰ زره هلکانو زده کوونکو او ۸۵۰ زره نجونو زده کوونکو ته خوراکي توکي برابر کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفارت شارژدافیر رافائل لایدیک وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام به د افغانستان په ښوونخیو کې د زده کوونکو د حاضرۍ او خوندیتوب او همداراز زده کړو او راتلونکي د ښه کولو په اړه همکاري وکړي.»

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ډېری ماشومان له سهارنۍ خوړلو پرته ښوونځيو ته ځي او دغه اداره په ښوونځيو کې د دوى لپاره د خوړو زمینه برابروي.

دغه اروپايي چارواکی زیاتوي: «د ښوونځيو د خوړو پروګرام په دې هیواد کې زموږ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، دلته ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې بل وخت ډوډۍ څنګه پیدا کړي.»

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیاله هارالډ مانهارټ وايي: «په افغانستان کې ډیری ماشومان د سهارنۍ له خوړلو پرته ښوونځیو ته ځي او د خوړو نړیوال پروګرام په ښوونځيو کې د دوی لپاره د خوړو زمینه برابروي.»

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ددې طرحې په اجرا سره به۱،۴ میلیونه ماشومان سهار بېسکټ ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې ۲۴۰ زره نور ماشومان ډوډۍ ترلاسه کړي. همداراز ۴۸۰ زره نور ماشومان د دوی له کورنیو سره د مرستې په موخه سبزیجات او غوړي ترلاسه کوي.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، چې د اروپايي ټولنې د سفارت سارژدافیر او د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال ترمنځ لاسلیک شو، په لومړنیو ښوونځیو کې به هلکانو او نجونو ته مرستې برابرې شي.

دا مرسته به د ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو هلکان او نجونې زده کوونکي تر پوښښ لاندې راولي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت شارژدافیر رافائل لایدیک وايي: «زه نن ډیر خوښ یم چې وایم، موږ د خوړو نړیوال پروګرام سره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه چې په لومړنیو ښوونځیو کې دوه میلیون هلکانو او نجونو زده کوونکو ته خوراکي توکي او سهارنۍ برابروي. دا [هوکړه لیک] د لس میلیونه یورو په ارزښت دی او همدارنګه دا ثابتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام او اروپايي ټولنه افغان ماشومانو ته پاملرنه کوي.»

له بلې خوا څه باندې دوه کاله کېږي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

يو شمېر زده کوونکي له نړيوالې ټولنې او مرستندويه موسسو غواړي، چې د نورو مرستو ترڅنګ دې د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو ته هم پاملرنه وکړي.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه مخ په پراخېدو ده او کابو ټول وګړي د لږ عاید له امله کافي خواړه نه لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنۍ او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی.