افغانستان

امنیتي کېمرو له لارې د اویغور او داعش د څارلو لپاره له چین سره د طالبانو همکاري

د چینايي پروژې بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي چې د طالبانو او د چین د هوواي ټیکنالوژۍ شرکت ترمنځ د هوکړې له مخې به ډېر ژر د افغانستان د هر ولایت لپاره د مخ پیژندنې په وړتیاو سمبال کامرې برابرې شي.

۶۲زره امنیتي کمرې کابل او یو شمېر نور ښارونه څاري په ځانګړې توګه مهمې او ستراتیژیکې سیمې. خو د دغو کامرو په اړه لا هم اندېښنې شته.

د چین د څېړنیزې پروژې خبري سازمان چې په نیویارک کې موقعیت لري، د افغانستان ګرځنده کمرو په اړه راپور خپور کړی. 

د دې راپور پر بنسټ، د طالبانو او د چین د مخابراتو او څارنې ټیکنالوژۍ لوی شرکت هوواې ترمنځ د اګست د ۲۰۲۳ تړون، کولی شي ډیر ژر د افغانستان په هر ولایت کې د مخ پیژندنې په وړتیا سمبال کیمرې چمتو کړي، هم د داعش د خراسان څانګې په ګډون د طالبانو د مخالفینو د پیژندلو لپاره. او هم ایغوریان چې چین ورته د دښمن په سترګه ګوري.

د ټکنالوژۍ چارو پوه سلیم ساعي وایي: «لومړی پړاو به د کیمرې نصب او عیارول وي. دویم پړاو د معلوماتو راټولول دي او دریمه مسله د معلوماتو شننه ده، چې په دې برخه کې طالبان د معلوماتو د شننې توان نه لري او له همدې امله به چین په دې برخه کې ژوره ونډه ولري او کولای شي له دې بېلابېلې ګټې پورته کړي.»

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې شاوخوا درې زره اویغوریان ژوند کوي؛ هغه مسلمانان چې له بیجینګ په تېښته دي.

د دې څیړنې پر بنسټ، په چین کې، د هواوې پوستغالي او سختغالي او د هایک ویژېن په څیر شرکتونو د چین شمال لویدیځ د سنکیانګ اویغور خودمختاره سیمه کې چې د پامیر په لوړو غرونو کې له افغانستان سره ۵۷ میله ګډه پوله لري د ټول نظارت ریاست فعال کړی دی. او اوس طالبان او هواوې دواړه په افغانستان کې د اویغوریانو څارنه کوي.

د اویغور د بشري حقونو پروژې د دولتي اړیکو مشر ویلي چې د طالبانو او هوواې ترمنځ همکاري به د سینکیانګ د پولو بشپړه څارنه رامنځته کړي.

د اویغور د بشري حقونو پروژې د دولتي اړیکو مشر جولي میلسپ وایي: «د چین او د طالبانو د رژیم ترمنځ اقتصاي اړیکې او هر ډول نوره همکاري به د ټولنې لپاره د خطر زنګ وي، ځکه اویغوریان په ناحقه په خپل هېواد کې د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

که څه هم منتقدین وايي چې د زرګونو امنیتي کمرو نصبولو ډله ییزه څارنه رامنځته کړې، خو طالبانو ویلي چې د امنیت ښه کولو ته جدي اړتیا ده.

د کابل اوسېدونکی سیر په دې اړه وایي: «د کمرو نصبول د طالبانو کار دی، یوه برخه یې خپله نصب کړې او بله برخه خلکو خپله اخیستې او کېمرې یې نصب کړي، د ځان او مال د خوندیتوب لپاره.»

د کابل یو بل اوسېدونکی صمیم زیاتوي: «په کوڅو کې کیمرې نشته. خو د [طالبانو] حکومت له خلکو غوښتي چې کمرې دې نصب کړي او خپله دې دا کار وکړي.»

امریکا چین د ایغور مسلمانانو په نسل وژنې، ورسره په ناوړه چلند او زنداني کولو تورن کړی دی. خو له طالبانو سره د چین اړیکې ګرمې دي او بیجینګ حتی د افغانستان سفارت هم طالبانو ته وسپاره.
د اویغور د بشري حقونو پروژې د دولتي اړیکو مشر وايي، د طالبانو او چین ترمنځ همکارۍ او نږدې اړیکو په افغانستان کې د اویغوریانو احتمالي په نښه کول اسانه کړي دي.