افغانستان

د هرات له زلزله ځپلو سره د خوړو د نړیوال پروګرام د ۱۹ میلیون ډالري مرستې غوښتنه

Afghanistan, Herat 11 October 2023 A female WFP monitor speaks to a survivor of the earthquake in a tent put up next to the rubble of her home. The Grandmother holds her grandchild in her arms, whose mother died in the first earthquake on 7 October. WFP/Hasib Hazinyar

ملګري ملتونه وايي، د هرات د زلزلې د قربانیانو وضعیت ته په پام او د یخنۍ موسم د رانږدې کېدو سره سم، لا ډېرو بشري اقداماتو ته اړتیا ده.

له دې سره هم مهاله، د خوړو نړیوال سازمان هم د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۹ میلیونو ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان لا هم اندېښمن دی چې د بودیجې د نشتوالي له امله دوی کولای شي په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه یوازې یو کس سره چې خوراکي مرستو ته اړتیا لري، مرسته وکړي.

په همدې حال کې په هرات کې د وروستۍ زلزلې ځپلي خلک سختې ورځې تېروي او د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو او د ژوند د ټولو اسانتیاوو د نشتوالي له امله په غم او درد د ژوند شپې او ورځې تېروي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د ملاتړ هڅې چټکې کړې دي؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند پرون چهارشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د هرات د زلزله ځپلو وضعیت ته په پام او د سړې هوا په ژر را رسېدو سره لا زیاتو بشري اقداماتو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «د هغو خلکو سربېره چې کورونه یې ویجاړ شوي، د هرات د ښار په ګډون، د افغانستان ډېری اوسېدونکي د زلزلو وروسته ټکانونو د ویرې له امله چې ګوندې کورونه به یې وران شي، بهر ویده کېږي. موږ، د خپلو همکارانو سره د مرستې رسولو ملاتړ ته دوام ورکوو. خو باید لا ډېر کارونه ترسره شي. د اکتوبر له ۷مې راهیسې، د خوړو نړیوال پروګرام اغېزمنو سیمو ته له ۵۲۰ ټنو څخه زیاتې خوراکي مرستې چمتو کړې دي.»

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام هم د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په یوه نوي اقدام کې د ۱۹ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې له دریو تر اوو میاشتو پورې به د هرات زلزله ځپلو ته خوراکي او نغدي مرستې ورسوي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال سازمان مرستیاله آنا ماریا سلهوانا وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام له زیانمنو سره مرسته کوي، خو موږ اړ یو، چې
دا خواړه له یوې لارې افغانستان ته ورسوو په داسې حال کې چې لا له وړاندې یې بودیجه ډېره کمه ده، او موږ په بېړنۍ توګه اضافي بودیجې ته اړتیا لرو.»

خو په هرات کې د زلزلې قربانیان د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو د غم کیسې کوي او د ژوند د اسانتیاوو په نشتوالي کې شپې او ورځې تېروي او له دې ټولو سره سره باید د دغې پېښې د ټپیانو پالنه هم وکړي.

د ژوندي پاتې شويو کسانو د ژغورنې لپاره د ټولو اسانتياوو، له سړې هوا څخه د خلاصون لپاره د سرپناه او د خوړلو لپاره د يوې ډوډۍ برابرول، د ټولو غوښتنه ده.

د هرات یو زلزله ځپلی وايي: «موږ ته دې یو بېلچه، یو کلنګ او یوه خېمه راکړي. ما له وړکتون څخه له ۱۷ څخه تر ۱۸ پورې ماشومان په خالي لاسونو ایستلي دي. موږ خپله شاهدان یو چې موږ له څه ډول ستونزو سره مخ یو.»

د هرات یو بل زیانمن جمعه ګل وايي: «له دې کلي ډېرې کورنۍ وې. موږ درې ټپیان لرو. مېرمن مې شهیده شوه. له موږ سره دې مرستې وکړي، سرپناه دې راکړي، موږ خپلو ستونزو، ټپیانو، حیران او سرگردانه کړي یو.»

له دې ټولو سره سره بیا هم د خوړو نړیوال پروګرام له دغه سازمان څخه د ۴۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کوي څو د افغانستان نورو برخو ته چې د سړې هوا له وجې پرې شوي وي، مرستې وکړي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له هرو پنځو اړو کسانو څخه یوازې له یوه سره مرسته کولای شي.