په هرات کې ځایي سرچینې وايي چې په هرات کې یوه مېرمن د سړې هوا له امله مړه شوې ده.
د سرچینې په وینا دا ښځه د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې د زلزلې له وېرې یې خپل کور پرېښی و او د هرات ترقي پارک ته یې پناه وړې وه.
سرچینې زیاتوي چې دغه ښځه د سړې هوا او شړیو او ګرمو جامو د نه لرلو له امله د سه شنبې په شپه د تلې په ۲۵مه یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات ترقي پارک هغه ځای دی چې له لسو ورځو راهیسې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي د زلزلې له وېرې پکې اوسېږي.
دا په داسې حال کې دي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د پراخو مالي او نورو مرستو له رسېدو سره سره، ګڼ شمېر کورنۍ په سړه هوا کې له خېمو، ګرمو جامو او خوړو پرته شپې ورځې تېروي.