افغانستان

کاظمي قُمي: د ټولګډونه دولت جوړېدل له طالبانو سره د ایران او بېلابېلو هېوادونو جدي اختلاف دی

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره ورځ په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې د هغه په اند د طالبانو او د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ترمنځ «جدي اختلاف» شته او هغه د ټولګډونه دولت جوړېدل دي.

نوموړي په دې اړه څرګنده کړه: «آیا اړتیا نشته چې ګاونډیان او د سیمې او نړۍ نور قدرتونه د اسلامي امارت په ګډون ټولو لوریو د منلو وړ نوې حل لارې په اړه خبرې وکړي چې د انعطاف وړ وي؟َ»

ښاغلي قمي د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د همدردي په څرګندولو وویل چې ایران به له زیانمنو سره هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

هغه زیاته کړه: «د سرې میاشتې او امام خمیني د مرستې کمیټې له لارې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې چمتو شوې او له زلزلې وروسته تر خاورو لاندې کسانو د ژغورنې لپاره لومړۍ هڅې پیل شوې دي. همداراز د ټپیانو د درملنې لپاره د صحرايي روغتیايي مرکزونو جوړول او د ایران د پولې له لارې د مرستې رسولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره د تماس ډلې جوړول هغه کارونه دي چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ترسره کوي.»

د نوموړي په وینا، خپلواک او د ملي واکمنۍ لرونکی افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو بلکې د سیمې هېوادونو د ثبات په ګټه دی.

هغه د مسکو ناستې په اړه چې تېره میاشت ترسره شوه وویل چې په دغه ناسته کې یې د سیمې د هېوادونو لپاره د تماس ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

قمي په دې اړه وویل: «ددې لپاره چې وکولای شو د سیمه ییزو ظرفیتونو او نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو ملاتړ ته په پام سره یوه د لارې نقشه جوړه کړ، غوره ده چې د افغانستان له لوري سره په اړیکه کې واوسو، سربېره پر دې چې دوه اړخیزه اړیکه شته، د تماس ډله به هم له افغان چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې خبرې کوي او که دا کار وشي ښه طریقه ده او له ټولو لوریو سره به مرسته وکړي.»

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست افغانستان ته د کم کیفیته تېلو د صادراتو ادعا په ردولو سره وویل: «دا چې کم کیفیته تېل له نورو هېوادونو وارد او د ایران له پولې تېر شي او ستندرد نه وي، په موږ پورې اړه نه لري.»

هغه زیاته کړه چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران تر ټولو زیات صادرات ګاز و، خو تېل چې د افغانستان غوښتنه ده، زیات صادرات یې نه په دې برخه کې نه وو، تېر کال موږ اعلان وکړ چې د کابل له چارواکو سره د ډیزلو د لېږد لپاره قانوني ترانزیت لاره اعلان کړو او په دې اړه کار روان دی.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران تېل «تل معیاري او د منلو وړ دي.»

دغه ایراني دیپلومات د افغان کډوالو د وضعیت په هکله هم څرګندونې وکړې.  

نوموړي وویل: «د ننه په ایران او بهر د افراطي عناصرو له هڅو سره سره، د ایران او افغانستان ترمنځ اخلاقي اړیکې پر خپل ځای دي او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.»