افغانستان

د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره سل میلیون ډالره مرسته وکړه

دغه بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان له یوه بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او سربېره په دې د طالبانو محدودیتونو تر ډېره ښځې او ماشومان زیانمن کړي دي.

له دې سره هم مهاله د خوړو نړیوال پروګرام ویاند د اسیا پراختیايي بانک د مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ۱۵میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د اسیا پراختیايي بانک سل میلیون ډالره مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام له خوا ولګول شي.

دغه بانک په يوه اعلامیه کې د افغانستان بشري ناورین بې ساری بللی دی.

د اسیا پراختیايي بانک په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو محدودیتونو، تر ټولو زیات ښځې او نجونې زیانمنې کړې په ځانګړې توګه کومې ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستی پرغاړه لري د خوراکي توکو له کمښت او خدماتو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.

تمه ده چې په دغو مرستو سره به هغه ښځې او نجونې چې د خوړو د خوندیتوب له کمښت سره مخ دي، د کرنې په برخه کې مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړي.

د آسیا پراختیايي بانک د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «له کوره بهر د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونو ته په پام سره، تر ډېره ښځې او ماشومان اغیزمن شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي پرغاړه لري، د خوړو د کمښت او خدماتو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.»

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او دا اداره یوازې د بودیجې د کمښت له امله له ۳ میلیونه کسانو سره مرسته کوي.

د دغه پروګرام ویاند زیاتوي، چې له دغو مرستو به تر ډېره کونډې او بې وزله مېرمنې برخمنې شي.

یو شمېر هېوادوال وايي، چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خلکو لپاره کاري فرصتونه کم شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د اسیا پراختیايي بانک د دې ادارې له پنځو سترو مرسته کوونکو ګڼل کېږي او تېر کال یې له افغانستان سره ۱۳۵ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.