افغانستان سویلي آسیا

له پاکستانه د یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو د ایستلو په اړه د دغه هېواد پرېکړه

پاکستان تر یو میلیون او اووه سوه زره زیات افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

د پاکستان د کورنیو چارو مؤقت وزیر وايي، دغو کډوالو ته د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شوی تر څو له پاکستانه ووځي.

سرفراز بوګټی ادعا کوي، چې له افغانستانه پر پاکستان بريدونه کېږي او په دې بريدونو کې افغانان لاس لري.

له دې سره هم‌مهاله طالبان له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو وړ نه بولي او وايي چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.

بسم الله، هغه ۵۷ کلن افغان دی چې وايي له امريکايي ځواکونو سره يې د هېواد په ولايتونو کې کار کړی. نوموړی یو کال مخکې له لوګر څخه اسلام آباد ته راغلی و.

بسم الله هم په پاکستان کې د زرګونو افغان کډوالو په څېر د جبري وتلو د بهیر له پیلېدو ځورېږي.

 بسم الله زیاتوي: « د طالبانو له وېرې يې افغانستان پرېښود او اوس د جبري شړلو له خطر سره مخ یم.»

د هېوادوالو د نیولو لړۍ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې چټکه شوې ده.

د دې بهیر په پیلېدو، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

د پاکستان د کورنیو چارو مؤقت وزیر د نومبر تر لومړۍ نېټې ۱.۷ میلیونه افغانانو ته له پاکستانه د وتلو وخت ورکړی دی.

نوموړی وايي، که په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغه هېواده ونه وځي، دوی به له جبري ایستلو سره مخ شي.

دغه لوړ پوړی پاکستانی چارواکی په دې باور دی چې د پاکستان په بریدونو کې افغانان لاس لري.

سرفراز بوګټي زیاتوي: «وګورئ، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې په پاکستان کې ۲۴ بریدونه شوي، چې په ۱۴ بریدونو کې یې افغانانو لاس درلود.»

طالبانو تل د پاکستان په بریدونو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

 ذبیح الله مجاهد وايي چې د پناه غوښتونکو شړل د منلو وړ نه دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړې کمېشنرۍ هم له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل رد کړي دي.

په پاکستان کې د دغه سازمان ویاند انادولو ته ویلي، چې هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه وي او د کډوالو د ایستلو لپاره باید هېڅ ډول فشار ونه کارول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدی وايي: «د پناه غوښتونکو هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه وي او پرته له کوم جبر څخه ترڅو د خوندیتوب په لټه کې د ملاتړ ډاډ ترلاسه شي.”

بسم الله له هغو زرګونه افغانانو دی چې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو له بهیر سره مخامخ دی. هغه وايي، د طالبانو د ظلمونو له امله يې افغانستان پرېښود او اوس د جبري ایستلو له خطر سره مخ دی.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه څلور افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د دغه سفارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو اوونیو کې تر زرو زیات افغانان د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي.

د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې له دې ډلې ۱،۷ میلیونه یې په دغه هېواد کې د استوګنې له قانوني پرته اوسېږي.