Uncategorized @ps افغانستان

د مسکو غونډه: یو شمېر هېوادونو افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

د مسکو فارمټ غونډه کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو پر تامین او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی، خو په هغه پیغام کې چې دې غونډې ته یې استولی، ویلي چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د زېربناوو هر ډول راستنېدل د مسکو لپاره د منلو وړ نه دي. سرګي لاوروف په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل:«د یو ټول ګډونه حکومت جوړول کولی شي د طالبانو د رسمیت پېژندلو بنسټ شي. مسکو هیله من دی چې په کابل کې د واک د قومي-سیاسي بیا تنظیمولو بهیر بشپړ شي، او دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ د طالبانو د استازو د احتمالي لرې کولو سره تړاو لري»

د مسکو غونډې په چوکاټ کې د مطلق اکثریت هېوادونو استازي د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو پر تامین ټینګار کوي. 

د پاکستان استازي ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په اړه د نړیوالو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی، چین او ایران هم د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو تامین او د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته د لاسرسي د زمینې په توګه یادوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل:«لوی مسوولیت د افغانستان د اوسني موقت حکومت پر غاړه دی. باید په افغانستان کې د مېشتو ټولو توکمونو د اړتیاوو د پوره کولو، په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او همدارنګه د قومي ډلو د کورنیو کډوالو د ستونزو، د بېلابېلو قومي او ژبنیو ډلو د حقونو د تامین او جنسیتي برابرۍ په ګډون د یو شمېر دندو د ترسره کولو هڅه وکړي»

خو په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د بشر او ښځو حقونو یادونه ونه کړه او تر ډېره یې د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړې. هېوادونه یې له طالبانو سره تعامل ته راوبلل او د سیمې هېوادونه یې په غوږ ووهل، چې طالبانو ته دې د حکومت څرنګوالي نسخې نه ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل:«د ټول شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي. موږ هیله من یو چې ټول هېوادونه په تېره بیا زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه چې موږ ورته د حکومت د شکل په اړه نسخې نه ورکوو، افغانستان ته د حکومت د بڼې د جوړولو وړاندیز پر ځای دې له طالبانو سره په هره برخه کې کار پیل کړي»

ښاغلی متقي په داسې حال کې مسکو ته سفر کړی چې د ده او لسګونه نورو طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تروریستي ډلو په تور نوملړ کې دي. په دغه نوملړ کې شامل کسان یوازې هغه مهال له افغانستانه بهر د سفر حق لري چې کوربه هېواد یې له امنیت شورا غوښتنه وکړي.