د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ د سرپرست او په ملګروملتونو کې د پاکستان د سفیر ترمنځ لفظي شخړې په اړه ویلي چې په دې ناسته کې «ناوړه نیتونه او پر افغانستان روښانه تېری په ډاګه شو.»
د ملګروملتونو د امنیت شورا د ناستې په پای کې چې د سه شنبې ماښام مهال ترسره شوه، نصیراحمد فایق د پاکستان له استازي منیراکرم سره لفظي شخړه وکړه.
د پاکستان استازي له افغانستانه د فایق استازولۍ تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې په ملګروملتونو کې د هغه استازولي رسمیت نه لري.
فایق د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هغه د افغانستان استازی دی او «افغانانو د غم او کړاوونو په اړه خبرې کوي چې د هغو هېوادونو له لاسوهنې ځورېږي چې نن ورځ دوه ګونې لوبه کوي.»
هغه زیاته کړه، پاکستان له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قرباني ګڼي او له بله پلوه «په افغانستان کې د یوې بلې ترهګرې ډلې لپاره لابيګري کوي.»
له بلې خوا، احمد مسعود ددغې لفظي شخړې په غبرګون کې پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پيغام کې لیکلي: «زموږ د هېواد تاریخ د لیرې او نږدې هېوادونو له لاسوهنو ډک دی. د ملګروملتونو په وروستۍ ناسته کې زموږ پر هېواد ناوړه نیتونه او څرګند تېری یو ځل بیا په ډاګه شو.»
مسعود زیاته کړې چې فایق د افغانانو له ملاتړه برخمن دی او د خلکو، هېواد او د هېواد له ګټو استازیتوب کوي.
هغه ویلي: «ددغه راز لاسوهنې او څرګند تېري په شتون کې، یووالی زموږ د بری رمز دی.»
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته ملګروملتونو په دغه سازمان کې د طالبانو استازی نه دی منلی او نصیراحمد فایق د ملګروملتونو د استازولۍ د سرپرست په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.