افغانستان

کابلوف: د مسکو فارمټ ناستې ته د امریکا استازی نه دی بلل شوی

د جمعې په ورځ د روسيې په کازان ښار کې د مسکو فارمټ ناسته ترسره کېږي او په دې ناسته کې به د افغانستان د وضعیت، د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې او سیمه یيز امنیت په اړه خبرې وشي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د دغه هېواد له تاس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې دغې ناستې ته، د امریکا استازی د ناظر په توګه نه دی وربلل شوی.

ضمیر کابلوف وايي چې د افغانستان په اړه د ترویکا پراختیايي ناسته چې امریکا به هم پکې شامله وي، په عملي توګه له منځه تللې او د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون څلور کسیزې ډلې یې ځای نیولی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی زیاتوي: «نه موږ [د امریکا استازو]  ته بلنه نه ده ورکړې او داسې پروګرام مو هم نه درلود. د امریکا په ګډون د افغانستان په هکله د خبرو لپاره د تروئیکا پراختیايي فارمټ اوس عملا له منځه تللی دی. نوموړی زیاتوی: «د روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون څلور کسیزې ډلې یې ځای نیولی. دا چوکاټ اوسمهال خپل کار ته دوام ورکوي، په راتلونکي کې به وګورو.»

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وایي چې مسکو تمه لري د مسکو فارمټ په ناسته کې، د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه قومي او سیاسي حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خپل دریځ بیان کړي.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو په تور نوملړ کې دی خو د دوشنبې په ورځ د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون لپاره د تاتارستان مرکز کازان ښار ته ولاړ.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د سپتمبر په اوولسمه په بدخشان کې د تور نوملړ په هکله ویلي و چې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې تور نوملړ اغېز نه لري.

د روان زېږدیز کال د سپتمبر په نولسمه، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ټینګار وکړ چې هېواد پر ۱۳۵ طالب مشرانو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره هڅه نه ده کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وايي: «د سفر د مخنیوي د معافیت بېرته لیرې کولو لپاره چې عملا یې طالب مشران بند کړي هېڅ حرکت نه دی ترسره شوی د دوی د بهرنیو چارو وزیر له هغه وخت راهیسې په تېره یوه کال کې دوه سفرونه لرلي دي.»

امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ مسکو ته تللی او که څه هم د ملګروملتونو په تور نوملړ کې دی، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو راهیسې دا د هغه درېيم سفر دی.