د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان د نړۍ د ۱۰ هېوادونو ترمنځ دی چې میلیونونه تنه پکې له لوږې سره مخ دي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ۶ میلیونه زیات وګړي پکې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
دغې ادارې همداراز ویلي، چې ۶.۲۶ میلیون تنه په سوډان، ۶.۰۸ میلیونه افغانستان، ۳.۲۸ میلیونه کانګو، ۲.۹ میلیونه سویلي سوډان، ۲.۲۲ میلیون تنه بنګلهدېش، ۳.۲۸ میلیون تنه پاکستان، ۱.۸۵ میلیونه په سومالیا، ۱.۸۱ میلیون تنه په هایټي، ۱.۲۲ میلیون تنه کینیا او ۱.۱۴ میلیون تنه نایجریا کې له سختې لوږې سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي: «دا داسې ریکارډونه نه دی چې وغواړو مات یې کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام سیمهییز مدیر تېره ورځ ویلي، چې مرستهکوونکي دې د بشریت لپاره ګام پورته کړي او له افغانانو سره دې مرسته وکړي.
جان ایلیف یو ځل بیا افغانستان کې میلیونونه تنو ته د دې بنسټ د مرستې رسوولو بهیر د دوام لپاره د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د خوړو نړیوال پروګرام له بېمخینې مالي ناورین سره مخ دی او افغانان به هم په راروان ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.