افغانستان

سراج الدین حقاني: د ښځو د زده کړو په اړه له «صبر او زغم» څخه کار واخلئ

له درېیو ورځو راهیسې، د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي په کابل کې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره په خبرو بوخت دی. د ښځو کار، زده کړه او تحصیل ددغو خبرو مهمې برخې دي.

دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره وکتل.

سراج الدین حقاني زده کړه د مسلمانانو اړتیا بللې او له دغه پلاوي یې غوښتي چې د نجونو د زده کړو په اړه له صبر او زغم څخه کار واخلي.

نوموړی زیاتوي: «په دې برخه کې له صبر او زغم څخه کار واخلئ. د ښځو زده کړه زموږ د ټولنې اړتیا ده او شرایطو ته په پام سره به دا ستونزه حل شي.»

اوس یو شمېر نجونې زده کوونکې د سراج الدین حقاني پر دغې غوښتنې په نیوکې سره وايي چې زغم یې پای ته رسېدلی دی.

د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل د نړیوالې ټولنې له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.

تازه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، زده کړه بشري حق ګڼي او وایي چې زده کړه او تحصیل په ژوند کې د پرمختګ کړکۍ پرانیزي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنت وايي: «له ټولو لومړی، د بشري حقونو مسله ده چې ښځې او نجونې له ټول انسانیت څخه بې برخې کېږي، ځکه دوی تحصیل نه شي کولای او تحصیل د ژوند دروازه پرانیزي، دا داسې حق دی چې انسان ته د کار په شان نورو حقونو د اخیستو توان ورکوي، دا لومړنی حق دی.»

څه د پاسه ۷۱۵ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي. همداراز یې د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې د نجونو او ښځو پرمخ ټولي پوهنتونونه او تحصیلي مرکزونه وتړل.

له بلې خوا، طالبان په داسې حال کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د صبر او زغم خبره کوي چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې هم د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وو. هغه وخت هم طالب مسوولینو رسنیو ته ویلي وو چې د نجونو پرمخ به ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د خپلې واکمنۍ په پنځو کلونو کې نجونې او ښځې له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې وې.