افغانستان

په افغانستان کې کابو ۳،۵ میلیون تنه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د ورلډ وېژن سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۳.۵ میلیونه خلک د خوړو له سخت نه خونديتوب سره مخ دي او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

په دې راپور کې راغلي دي چې د بودیجې د کمښت له امله، په افغانستان کې څه د پاسه ۲۶۰ روعتیایي مرکزونو خپل خدمات بند کړي دي.

د ورلډ وېژن سازمان وايي چې په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

غلام رسول د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ د ډوډۍ مسئولیت پر غاړه لري.
وایي د بې وزلۍ او کار د نشتوالي له امله، د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري او ماشومان یې ډېری شپې وږي ویده کېږي.

ورلډ وېژن چې اوس مهال په نړۍ کې یو غیر انتفاعي سازمان دی، په نړۍ کې یې د وږو کسانو د شمېر په اړه خپل نوی راپور خپور کړی دی.

د دې راپور موندنې ښیي چې په نړۍ کې څه د پاسه درې میلیارده کسان سالمو خوړو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د مرستندیه ادارو د بودیجې کمښت له امله اندېښنه ښودلې او راپور یې ورکړی چې افغانستان سره د مرستې لپاره ۱.۳ میلیارده ډالرو اړتیا ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د وچ کالۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي او څلوېښت کلونو جګړو له امله، اوس مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا په تر ټولو لوړه کچه کې ده.

د هېواد یو شمېر نور اوسېدونکي هم په دې باور دي چې له دوو کالونو راپه دې خوا له ډېرې بې وزلۍ سره مخ شوي دي او د خواراکي توکي د پېرلو توان نه لري.

د هرات اوسېدونکی سیف الدین وايي: ‎«وزګاري زیاته شوې، زه زرنج لرم له سهاره تر ماښامه کار کوم او ځینې ورځې تش لاس کور ته ځم د وزګارۍ له امله یوازې که کومه ورځ برابره شي د یوې ډوډۍ پیسې پيدا کېږي.»

د هرات اوسېدونکی بشیر احمد وايي: «کاروبار نشته، سرګردانه یوو، غریب، وږي او تږي یوو.»

له دې مخکې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې له هرو لس کورنیو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.