افغانستان

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه د لارې نقشه نشته

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نه وه.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ټینګار کوي چې د راتلونکې لپاره د ټولیزې ستراتیژیکې څېړنې او د لارې نقشې په نه شتون کې به د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د کوچنیو او لویو ننګونو د حل ځنډول خورا خطرناک وي. هغه همدارنګه خبرداری ورکوي چې له طالبانو سر نه تعامل به په افغانستان کې لویه ګډوډي او د قدرت خلا رامنځته کړي.

خو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د غوښتنو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او ښځو حقونو د تامین او د یوه ټول ګډونه حکومت نه جوړولو منل حتی د منځمهالې مودې لپاره هم د تعامل دروازه تړلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته د قطر حکومت دوحه د طالبانو او د نړۍ د استازو ترمنځ د پله په توګه وګرځوله. خو دلته د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انستیتیوت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، سره له دې چې دوحې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د خبرو اترو زمینه برابره کړې، خو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه لار نقشه نه وه چې د افغانستان لویې ننګونې پرې حل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي: «د راتلونکي لپاره د یوې ټولیزې ستراتیژیکې څېړنې او لارې نقشې په نشتوالي کې، موږ یوازې د کوچنیو ستونزو د حل کولو هڅه کوو او لویې ستونزې راتلونکي ته ځنډوو. له بده مرغه، دا مسله خورا خطرناکه کیدای شي.»

دوحې له هماغه پیله چې طالبان واک ته ورسېدل، نړۍ له دوی سره اړیکو ته را وبلله.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، په تېرو دوو کلونو کې دوی په پرله پسې ډول له طالبانو، امریکا او د ناټو له نورو غړو سره په اړیکه کې وو.

نوموړی زیاتوي: «موږ په کلکه باور لرو چې د تعامل نشتوالی به په افغانستان کې لا پراخه ګډوډي او د واک تشه رامنځته کړي، چې له بده مرغه موږ وخت په وخت د دې شاهدان یو. موږ ټولې خواوې تعامل ته هڅوو.»

قطر په داسې حال کې نړۍ له طالبانو سره تعامل ته رابولي چې نړیواله ټولنه له طالبانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د تامین او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې لري، خو برعکس طالبان په پراخه کچه د بشر او ښځو حقونو څخه په سرغړونو تورن دي. او له خپلو خلکو پرته یې په سیاسي جریان کې بل چا ته رول نه دی ورکړی.

په دې لړ کې د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي وايي: «نړیوالې ټولنې تر نن ورځې هغه غوښتنې چې له طالبانو یې لرلې تراوسه نه دي ترلاسه کړي او زه فکر نه کوم چې طالبان دې په لنډه موده کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کیږدي، نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ تعامل لږ تر لږه په منځنۍ موده کې د رامنځته کېدو وړ نه دی.»

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر وايي: «تر څو چې طالبان په خپلو پالیسیو کې د بشر حقونو، د ښځو د تعلیم، د ښځو د حقونو، د ماشومانو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو، د بیان ازادۍ او د یوه مشروع حکومت جوړولو ته حاضر نه شي، نړۍ هم حاضره نه ده چې له دوی سره تعامل وکړي یا یې په رسمیت وپیژني.»

په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېر شول، خو هېڅ هېواد د هغوی د رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی حتی قطر.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، هغه څه ته په کتو چې طالبان یې کوي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، د هغوی په رسمیت پیژندل ډېره لېرې خبره ده.