دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د هرات او غزني ښارونه او د کندهار ځينې برخې د طالبانو په لاس سقوط شوې.
محمد اسماعیل خان او د هرات پخوانیو سیمه ییزو چارواکو د دغه ښار له سقوط وروسته د هرات په څنډه کې ۲۰۷ ظفر قول اردو ته پناه وېوړه.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۲مه، د پخواني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د جګړې له زیاتېدو وروسته د افغانستان د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۲مه، د هرات ښار، د افغانستان یو له مهمو ښارونو، د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
محمد اسماعیل خان له طالبانو سره له ۱۲ ورځو سختو جګړو وروسته د هرات ښار په څنډه کې له نورو پخوانیو چارواکو سره ظفر قول اردو ته پناه یووړه.
په همدې ورځ د کندهار ځینې برخې هم د طالبانو لاس ته ورغلې.
له هرات وړاندې د ورځې په لړ کې غزني هم د طالبانو په لاس سقوط شوی وو.
د غزني پخوانی والي داوود لغمانی هم د پخواني دولتي ځواکونو له خوا په ميدان ښار کې کابل ته د راتګ پر مهال د هغه څه له امله چې ویل کېږي غزني يې له جګړې پرته طالبانو ته تسليم کړ، ونيول شو.
هغه تورونه چې د غزني ولایتي شورا پخوانی رئیس له امو سره په خبرو کې هم پرې ټینګار کوي.
د غزني ولایتي شورا پخوانی رییس نصیر احمد فقیري وايي: «مخکې له دې چې د غزني ولایت په بشپړه توګه د ښاغلي لغماني په ملتيا د طالبانو لاس ته لوېدلی وی، ښاغلي لغماني په ولايت مقام او د غزني په څو نورو برخو کې له طالبانو سره ناستې درلودې.»
د نازک امنیتي وضعیت دوام د دې لامل شو چې د تېر حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله چې د ترویکا پلس په غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی و، د افغانستان د مسلې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي: «د دې وخت را رسېدلی چې امنیت شورا په خپله بیړنۍ غونډه کې د افغانستان د مسئلې او د هغې د امنیتي-بشري پایلو په اړه بحث وکړي او د هېواد د کړکېچ د هواري په اړه بېړنی او قاطع تصمیم ونیسي.»
خو څه د دې لامل شول چې د جمهوریت د پايښت د کلونو حد د ساعتونو حد ته ورسیږي؟
د تېر حکومت د مرکچي پلاوي رییس معصوم ستانکزی وايي: «د ناکامۍ احساس له هغه وخت پیل شو چې امریکایانو له قيد او شرط پرته د خپلو وتلو اعلان وکړ. له افغانستان سره ستراتیژیک تړون هم مات شو، د دوحې د تړون یو شرط هم نقض شو. د ماتې او سپکاوي احساس له هغه وخته پیل شو.»
له دې ټولو سره سره د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۲مې پورې د نیمروز، جوزجان، تخار، سرپل، سمنګان، بدخشان، کندز، بغلان، هرات، غزني او فراه په ګډون ۱۱ ولایتونه د طالبانو لاس ته ورغلي وو.