سویلي آسیا

د عمران خان د نیولو په وړاندې د غبرګونونو دوام

Former Pakistani prime minister Imran Khan. File photo.

د دولتي ډاليو د غیر قانوني پلورلو په قضیه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان نیول کېدل په دغه هېواد دننه له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې عمران خان د دې قضیې په تړاو ناسم معلومات او بیانونه ورکړي او د دغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ بې صلاحيته شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف د مشرۍ صلاحيت هم نه لري.

د د دولتي ډاليو د خرڅلاو په قضیه کې د‌ پاکستان پخواني لومړي وزير نیول کېدل په دغه هېواد کې دننه له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون عمران خان بې صلاحيته کړی او د دغه هېواد په ټاکنو کې چې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره کېږي، احتمالاً له ګډونه محروم شوی دی.

په همدې حال کې دغه کمېسيون ويلي چې عمران خان د توشه خانې په قضیه کې دې ادارې ته ناسم بيانونه او معلومات ورکړي دي او له همدې امله هغه د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشرۍ کولو صلاحيت نه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مريم اورنګزېب وايي: «که څوک په ذهن کې دا ابهام ولري چې عمران خان د سیاسي دلایلو له مخې نیول شوی او داسې کیسه مطرح کیږي، نو باید پوه شي چې د ۱۴، ۱۵ میاشتو محاکمې بشپړولو وروسته لومړنۍ محکمې دا تفصیلي پریکړه صادره کړې.»

د سې شنبې په ورځ یوې سيمه ايزې محکمې عمران خان د دولتي ډاليو د پلورلو په قضیه کې مجرم وګاڼه او هغه یې په درې کاله بند محکوم کړ او بيا وروسته پولیسو هغه په ​​لاهور کې له خپل کور څخه ونیوه.

خو د تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د ښاغلي خان نیول کېدل له مخکې پلان شوي وو او د دغه هېواد په ستره محکمه کې به د محکمې حکم وننګوي.

عمران خان د حقوقي ټیم غړی شعيب شاهين وايي: «هغوی خان د سیاسي قرباني په توګه په نښه کړ. موږ یې په کلکه غندو. موږ به د هېواد په ستره محکمې کې د بیاکتنې وړانديز وکړو.»

له بلې خوا هم د پاکستان په څو ښارونو کې په لسګونو کسانو پر لاريونونو لاس پورې کړ او ځینې یې هم د پولیسو له خوا په تاوتریخجن ډول ونیول شول.

موټر چلوونکی عادل اعوان وايي: «قضاوت غلط و، په بشپړه توګه غلط و. موږ له عمران خان سره يوو. هغه ریښتينې سړی دی، يو بې ريا کس دی. د هغې نيول بيخي د منلو وړ نه دي.»

عمران خان تورن دی چې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال يې هغه ډالۍ چې له بهرنیو چارواکو څخه يې ترلاسه کړې وې. تر څه باندې ۴۹۰ زره ډالرو پورې يې په غیرقانوني ډول پلورلې دي.

نوموړی تېر کال د باور رايې نه ترلاسه کولو وروسته د لومړي وزير له څوکۍ لرې شو او له همغه وخت راهیسې پاکستان له سیاسي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی.

په تېرو ۱۵ میاشتو کې په محکمه کې د عمران خان پر ضد ۱۸۰ قضيې ثبت شوې دي. عمران خان د روان کال په مې میاشت کې نيول شوی وو، چې د ناکراریو څپو ته يې لمن ووهله.

عمران خان له دوو ورځو ناکراریو وروسته چې په ټول هېواد کې د لسګونه کسانو وژل کیدو او سلګونه نورو ټپیانو کېدو لامل شو، په ضمانت خوشې شو.