نړۍ

په ایټالیا کې د یوې لرغونې کښتۍ د ټوټو موندل

د ایټالیا پولیسو د لرغوني روم اړوند د یوې باروړونکې کښتۍ ټوټې موندلې چې دوه زره کاله مخکې ډوبه شوې وه.

د دې کښتۍ ټوټې د روم ښار د شمال لوېدیځ په ۸۰ کیلومترۍ کې شي وي تا وکیا بندر ته نږدې د سمندر په تل ۱۶۰ متره ژوروالي کې موندل شوې ده.

د دې کښتۍ برخې د یوه ربات له خوا موندل شوې او تصویرونه یې ترې اخیستي دي.

د دې کښتۍ اوږدوالی ۲۰ متره اټکل شوی، چې له میلاده یوه یا دوه پېړۍ مخکې دورې پورې تړاو لري.

ویل کېږي، چې په دې کښتۍ کې سلګونه کوزې لېږدول کېدې چې د لرغوني روم اړوند دي او ډېری یې روغې موندل شوې دي.