افغانستان

د مالي ناورین له امله له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو کمښت

عکس د خوړو د نړیوال پروګرام

ملګرو ملتونو د مالي بحران له امله د افغانستان په ګډون له ډېرو هېوادونو سره خوراکي، نغدي او نورې مرستې کمې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له اتو میلیونو وګړو سره د خوراکي توکو مرستې بندې کړي، چې دا په افغانستان کې د بشري مرستو ۶۶ سلنه جوړوي. د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې اوس له پنځو میلیونو افغانانو سره مرستې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په ګډون له ډېرو هېوادونو سره د مرستو د بشپړ بندېدو خبر ورکړی. خو اقتصادي کارپوهان وايي چې د مرستو بندول به په افغانستان کې بشري بحران لا پسې پراخ کړي او د یوه بشري ناورین لامل به شي.

په افغانستان کې د لوږې پراخه لمن په سړکونو په یوه نظر ليدل کېدی شي.

ضيا الدين په کابل کې یو کارګر ماشوم؛ د خپل پلار وارث دی چې د افغانستان په لرې او پراخو جګړو کې يې ژوند له لاسه ورکړی. ضیاالدین يوه مړۍ ډوډۍ له همدې کثافاتو را وباسي. د پلاستیکي بوتلونو په راټولولو او پلورلو سره.

کارګر ماشوم ضیاالدین وايي: «د پلاستیکي بوتلونو په راټولولو او پلور سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ برابروم.»

کمزوری اقتصاد او لوږه ماشومان د سخت کار نړۍ ته را کش کوي. د ناڅرګند برخليک او د زده کړو له محروميت سره. یونیسف ویلي چې په افغانستان کې څه کم ۱۵ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

په داسې شرايطو کې چې د بشري ناورین لمن په افغانستان کې پراخه ده، د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې ډېر ژر د افغانستان په ګډون له ځینو نورو هېوادونو سره خپلې خوراکي مرستې بندې کړي.

لکه څنګه چې نن ورځ، دا سازمان په افغانستان کې د هغو کسانو یوه کوچنۍ برخه چې له سختې لوږې سره مخ دي، پوښي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال کارل اسکایو وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې د مارچ په میاشت کې د لوږې له بیړنۍ کچې سره مخ خلکو لپاره د خوراکي توکو کچه له ۷۵ سلنې ۵۰ سلنې ته راټیټه کړي. د می په میاشت کې اړ شو چې د اته ملیونو خلکو خوراکي مرستې چې په سلو کې ۶۶ سلنه د بشري مرستو ترلاسه کوونکي جوړوي، بندې کړي او اوس مهال په افغانستان کې یوازې پنځه ملیون خلکو ته مرستې چمتو کوي.»

فلج کوونکی مالي بحران چې ملګري ملتونه ورسره مخ شوي، په ډیری هیوادونو کې له ملیونونو خلکو سره د خوراکي توکو، نغدي او نورو مرستو د کمېدو لامل شوی.

د پوهنتون استاد قیس محمدي وايي: «له افغانستان سره د هغو کورنیو لپاره د مرستو کمول چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او خپل ژوند یې په داسې حال کې تیراوه چې نن یې د خوړلو لپاره څه درلودل او سبا یې نه درلودل، د دوی وضعیت به لا خراب کړي، ښايي دا کورنۍ له قحطۍ سره مخ کړي او يا حتی د انساني ناورین لامل شي.»

د خوړو نړیوال پروګرام په ټوله نړۍ کې د فعالیت لپاره ۲۰ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو دا مهال یوازې ۵ ملیارد ډالر ترلاسه کولی شي. د بودیجې نشتوالی به افغانستان ته ژر یا وروسته د بشري مرستو کاروانونو د رسیدو مخه ونیسي. هغه هېواد ته چې اقتصادي رکود لري، د فقر تر کرښې لاندې د وګړو لويه برخه لري او د بې کارۍ اوج.