لړزېدلي لاسونه چې هره ورځ په ساعتونو له اور سره لوبې کوي.
۶۵ کلن یار محمد وايي چې له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې د کونړ به سرکاڼو ولسوالۍ کې آهنګري کوي.
له نیمايي زیات عمر یې په آهنګرۍ کې تېر کړ. هغه ډېر شهرت لري او د شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکي د خپلو وسایلو د جوړولو لپاره یارمحمد ته راځي.
یارمحمد وايي: «لرونه او تبرونه به مې جوړول، هر څه چې په کرنیزو چارو کې کارول کېږي جوړول مې او دوی به ترې کار اخیست.»
یار محمد وایي د اهنګرۍ کسب یې ډېرو نورو ته هم ورښودلی دی.
هغه زیاتوي چې له اور سره په کار ستومانه شوی خو بې وزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت اړ کړی چې دغه کار ته دوام ورکړي.
د یارمحمد زوی اسراییل وايي: «په کابل مو هټۍ لرله، د پلار ږیره مې سپینه شوه او راغلی یم چې ورسره مرسته وکړم.»
هغه وسایل چې یارمحمد یې جوړوي پر کونړ سربېره، نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د کونړ اوسېدونکی جمال ناصر وايي: «دا شیان چې جوړېږي هم کلک دي او هم ارزانه، د نورو ولایتونو خلک هم له دوی څخه دا وسایل پېري.»
آهنګري یوازینۍ لار ده چې یارمحمد خپلې اړتیاوې پرې برابروي. هغه وایي که څو ورځې دا کار ونه کړي د خوړو لپاره به ډوډۍ ونه لري. دا په داسې حال کې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د افغانستان کابو ۲۹ میلیونه وګړي کافي او مناسبو خوړو ته لاسرسی نه لري.