نړۍ

باربي سینمايي فلم په څلورو ورځو کې ۱۶۲ میلیون ډالر وګټل

د وارنر وروڼو شرکت له خوا جوړ شوی باربي فلم د جولای پر ۲۱ په سینماګانو کې خپور شو او په څلورو ورځو کې یې ۱۶۲ میلیون ډالره ګټه لرلې ده.

د دې فلم جوړونکي او د لوبو وسایلو د جوړولو شرکت د لیدونکو د جذب لپاره په تبلیغاتو کې ګلابي رنګ لرونکي د کور توکي او د لوبو وسایل بازار ته وړاندې کړل.

هغوی په دې کار سره بریالي شول د جولای پر ۲۱ د باربي فلم له خپرولو مخکې د خلکو په منځ کې باربي برنډ دود او د فلم پلور هم زیات کړي.

د باربي برنډ پلانوونکی موشه ایساکیان وايي: «فکر کوم هغه کار چې دوی ترسره کړی، دا دی چې باربي یو ځل بیا له کلتوري پلوه اړوند ښکاره کړي، بېرته یې راژوندی کړی، هغه په داسې نړۍ بدل کړي چې تاسو په رښتیا هم کولای شئ ځان د هغه یوه برخه احساس کړئ او دا روښانه ده دا داسې فلم دی چې د ښځو لپاره بازار ته وړاندې شوی.»

هغوی په تېرو میاشتو کې هڅه وکړه، چې باربي برنډ د بېلابېلو توکو لکه د سپیو د خوړو، د کور توکو، د لوبو وسایلو، خوړو، د سینګار توکو او جامو په توګه بازار ته وړاندې کړي ترڅو باربي یو ځل بیا په یوه کلتور بدل کړي.

د راپورونو له مخې، د باربي فلم پر جوړولو ۱۴۵ میلیون ډالره لګښت شوی او ۵ میلیون ډالر نور یې بازارموندنې ته ځانګړي شوي دي.

د تېرو څو ورځو په حیرانوونکي پلور سره، باربي اوس‌مهال د نړۍ لومړی شمېره فلم ګڼل کېږي.