افغانستان

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د محرم پر مراسمو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د طالبانو او د اهل تشیع علماوو یوه ګډ کمیسیون کابل کې د عاشورا ورځې د مراسمو د امنیت څارنه او همغږي کوله.

په افغانستان کې د محرم میاشتې د لمانځلو لپاره تیاری، خو د طالبانو د محدودیتونو په سیوري کې.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا پرون شنبې تایید کړه چې طالبانو د محرم میاشتې پر مراسمو محدودیتونه لګولي دي.

دا شورا له طالبانو غواړي چې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او دا محدودیتونه لیرې کړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا رییس محمد هاشم صالحي وايي: «د خلکو غوښتنه، د ټولو محدودیتونو لیرې کول او دا چې د بیرغونو د لګولو مخنیوی ونه شي، امام حسین د وحدت چورلیز دی.»

له بلې خوا، د عاشورا مراسمو د محدودیت په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د هېواد یوه سیاستوال عطامحمد نور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا محدودیتونه به د قومي او مذهبي جنجالونو د زیاتوالي لامل شي.

د مخکیني دولت د بلخ والي عطا محمد نور وايي: «پر مذهبي مراسمو هر ډول محدودیت لګول، د کرکې رامنځته کولو ښودنه کوي او په انحصار غوښتنه، حذف او ځپلو کې ریښې لري چې له دې پرته هېڅ دلیل نه شي ورته پيدا کېدای.»

د افغانستان د آزادۍ په نوم جبهې هم په یوه ټویټ کې د محرم میاشتې پر مراسمو د محدویتونو لګول غندلي دي.

د افغانستان د آزادۍ جبهې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «طالبان د یوې ولسي ضد ډلې په توګه دنده لري چې په افغانستان کې اوسني مذهبي بهیرونه له منځه یوسي او ټولنه له اسلام دین څخه د طالبانو د افراطي تفسیر په لور بوځي.»  

خلک هم ددغو محدودیتونو په اړه اندېښمن دي.

که څه هم طالبان په رسمي توګه د محرم میاشتې پر مراسمو محدودیتونه نه تاییدوي، خو په غیررسمي توګه د امنیتي اندېښنو نوم ورکوي.

د طالبانو یو پوځي مسوول وايي چې د کابل په لوېدیځ کې د عاشورا مراسمو د امنیت لپاره ۴۰۰ طالبان ځاي پرځای شوي دي.

د طالبانو د دیارلسمې امنیتي حوزې آمر مولوي شمس‌الله حماد وايي: «د استخباراتو، چټک غبرګون او عامه نظم څخه ۴۰۰ پوځیان مو راغوښتي، اوس زموږ په واک کې دي. په هغو ځایونو کې چې اړتیا وه، ۲۴ ساعته چیک پاینټونه مو جووړ کړي دي.»

خلک وايي چې د محرم پر مراسمو محدودیت، د طالبانو له خوا لومړنی لګول شوی محدودیت نه دی، طالبانو په تېرو کابو دوو کلونو کې په افغانستان کې له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د مخنیوي او واده مراسمو د څرنګوالي په شان لسګونه محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه له کورنیو او بهرنیو فشارونو او اعتراضونو سره سره په زیاتېدو دي.