افغانستان

د بریتانیا د پارلمان یو غړی: په کابل کې د سفارت د «بیا پرانیستو» وخت رارسېدلی

عکس له رویټرز څخه

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمیټې رییس توبیاس الووډ ویلي چې بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره تعامل وکړي.

الووډ په تلګراف کې په یوه مقاله کې ویلي چې هغه له طالبانو سره د خواخوږۍ په لټه کې نه دی خو زیاته کړې یې ده، ددې وخت رارسېدلی چې بریتانیا له افغانستان او طالبانو سره پر خپلو اړیکو «بیا فکر وکړي او یو ځل بیا تعامل وکړي.»

د بریتانیا د پارلمان دغه استازي وویل چې افغانستان ته په وروستي سفر کې د داسې سازشونو شاهد و چې له جګړې ستومانه ولس یې اوسمهال منلو ته لیواله دی» د امنیت له ښه کېدو، وړیا سفر او د پراخ فساد له ورکېدو سره.

هغه همداراز وویل چې په تور بازار کې د تریاکو تجارت «ظاهراً له منځه تللی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «داسې هېواد ته له لسګونو لیدنو وروسته چې له ناټو او ملګروملتونو غوښتل شوي وو هغه کارونه وکړي چې اوس طالبان ورته رسېدلي، زه اړ شوم په سخت واقعیت سره د لوېدیځ له ستراتيژیکو تېروتنو سره مخ شم.»

د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د تعامل لپاره لومړی ګام به «د بریتانیا سفارت» پرانیستل وي.

ښاغلي ووډ څرګنده کړه: «دوهم دا چې واقعیت ته پام وکړو، د افغانستان راتلونکی کېدای شي جګړه یا د یوه چینايي لاسپوڅي په توګه ژوند وي.»

هغه وویل چې د بریتانیا سفارت په سیاسي لاملونو نه امنیتي تړلی دی او «دا بندیز د ښځو د کار او زده کړو په وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو له امله دوام لري.»

هغه لیکلي «که لوېدیځ همداسې دوام ورکړي ښايي بله تېروتنه وکړو چې هېواد مالي سقوط ته وروغورځوي او په بالقوه توګه د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌یيزې کډوالۍ بهیر زیات کړي.»

هغه زیاتوي: «یوې عملي تګلارې ته اړتیا ده، د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه ښايي د ګډ تفاهم لپاره د خبرو د یوه ابزار په توګه وي، خو دا ډول احتمال به تر هغه وخته چې موږ راویښ شو نه پېژندل شوی پاتې شي.»

بریتانیا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له هغې وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او خپل کارکوونکي یې وایستل په کابل کې خپل سفارت بند کړ.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې څه د پاسه ۱۵۰ زره بریتانیايي پوځیانو په افغانستان کې خدمت کړی چې د دوی وروستي پوځیان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۸مه له هېواده ووتل.