افغانستان

د طالبانو تازه ادعا؛ د روسیې سفیر د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون بلنه راکړې

د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لیدنه؛ ددې کتنې په پای کې طالبانو ادعا وکړه چې دوی ته د مسکو فارمت په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي، د روسیې سفیر امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه، خو د افغانستان لپاره د روسیې سفارت تراوسه په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی.

د پوهنتون استاد جاوید مومند وايي: «دوی فکر کوي، د دوی سیالان په تېره بیا امریکا او لوېدیځ غواړي د افغانستان له لارې د روسیې ځینې پولې ناامنه کړې له دې امله غواړي د منځنۍ آسیا او سویلي اسیا له هېوادونو سره په همغږۍ د افغانستان ناورین حل کړي.»

د مسکو فارمټ ناستې لپاره د چمتوالي په درشل کې، یوه سیاستوال عطامحمد نور له العربیه ټلویزیون سره په تازه مرکه کې، د سیمې یو شمېر هېوادونه تورنوي چې له امریکا او لوېدیځ سره د دښمنۍ له امله له طالبانو په هرکلي د افغانستان او سیمې په کچه له تېروتنې سره مخ شوي دي.

د مسکو د فارمټ ناسته د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې په مسکو ښار کې د افغانستان په اړه ترسره شوه.

دا ناسته د سیمې هېوادونو او په ځینو موردونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوې، خو د یو شمېر کارپوهانو په باور طالبان ددې ناستې پرېکړو ته لږ پام کړی چې د ځینو کارپوهانو په وینا دا چاره د دې لامل شوې ترڅو د طالبانو استازي دا ځل په مستقیم ډول دغې ناستې ته وبلل شي.

د مسکو فارمټ ناسته تراوسه څلور ځله ترسره شوې ده. ددې ناستې درېيم او څلورم پړاو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ترسره شو، په تېرو دوو ناستو کې ګډون والو په افغانستان کې د ټولګډونه دولت او بشري حقونو په تېره بیا ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی خو دا موردونه تراوسه نه دي عملي شوي.

د روسیې دولت او همداراز طالبانو تراوسه د مسکو فارمټ پنځم پړاو ناستې د وخت او څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.