نړۍ

په څېړنیزو او علمي برخو کې د ښځو رول د پیاوړتیا لپاره د جاپان هڅې

د شمېرو له مخې، په جاپان کې د انجینرۍ او ودانیزو څانګو یوازې ۱۶ سلنه محصلینې نجونې دي.

دوی راغلې ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو کم رول او د نارینه‌وو پراخ ګډون په اړه د خلکو پخوانی تصور بدل کړي.

یونا کاتو چې د توکیو د ټکنالوژۍ انستیتوت د درېیم کال زده‌کړیاله ده یوه له کم شمېر ښځو ده چې په دې برخه کې څېړنې او زده‌کړې کوي.

نوموړې وايي: «لومړی له دې امله ورته لېواله شوم چې له ریاضیاتو څخه خوند اخلم، له دې امله دا د کار لویه برخه وه. لکه څنګه چې مې مطالعې ته دوام ورکاوه غوښتل مې د خلکو د ژوند لپاره یو ګټور کار وکړم. زما د توکو جوړول ډېر خوښېږی، نو فکر مې وکړ که وغواړم دا کار وکړم، علم به یې چورلیز وي.»

په دې څانګه کې د نجونو محصلینو کموالی د جاپان لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی تر دې چې دا هېواد تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ۷۹۰ زره ښځینه کارکوونکو د ګومارلو په لټه کې دی.

د توکیو د ټکنالوژۍ انستیتوت رییس کازویا ماسو وايي: «تر اوسه په جاپان کې یو پراخ تعصب موجود دی چې ښځې د علم لپاره مناسبې نه دي یا پوهنتون ته د تلو اړتیا نه لري. زه فکر کوم دا هغه لامل دی چې ولې د علم، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخه کې د ښځو شمېر کم دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د میتسووبیشي په څېر ځینو کارخونو ویلي چې د هغوی موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو ۱۰ سلنه ګومارل دي. دا شمېر په ۲۰۱۵ کال کې پنځه سلنه و.