نړۍ

په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته د ترکیې شین څراغ ښودل؛ مسکو خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سویډن لومړي وزیر اولوف کریسټرسن د دوشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې تر پیلیدو مخکې د لتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې د څو ساعتونو لپاره په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړې.

په پای کې اردوغان دې مسلې ته شين څراغ ورکر.

ښاغلی اردوغان وايي چې په دغه پوځي تړون کې د سویډن د یوځای کېدو موضوع به د تصویب لپاره د ترکیې پارلمان ته واستوي.

د سویډن لومړي وزیر هم له ترکیې سره په خبرو اترو کې له پرمختګ خوښي ښودلی.

د سویډن لومړی وزیر اولوف کریسټرسن وايي: «له ۲۰۰ کلونو بې طرفۍ وروسته، سویډن د ګډ ملاتړ په لټه کې دی. خو زه همدارنګه غواړم چی د ناټو ټول متحدین پوه شي چې موږ همدارنګه امنیت ټينګوو. او موږ د اوږدې مودې لپاره‌ دلته یو. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې حیاتي یو.»

په همدې حال کې لتوانیا د ناټو غړو هېوادونو د سرمشریزې کوربه دی. ټاکل شوې د ناټو مشران په ناټو کې د سویډن او اوکراین د یوځای کیدو او د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

کرملین هم ویلي، چې مسکو دغه غونډه له نږدې څاري او له روسیې سره د ناټو د پولو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري کنفرانس کې په فنلنډ او سویډن کې د ناټو د بنسټیزو تاسیساتو د ځای پرځای کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: «هیلسینکي او ستاکهولم اوس مهال له متحده ايالاتو سره د روسيې پولو ته نږدې په فنلنډ کې او د‌ روسيې له پولو لږ لېرې په سوېډن کې د دې تړون د زیربناوو د ځای پر ځای کولو پورې اړوند مسايلو په اړه بحث کوي. اجازه راکړئ تاسو ته ډاډ درکوم چې د روسیې فدراسیون ټولې مشروع امنیتي ګټې به خوندي وي، او موږ پوهیږو چې کوم اقدامات باید ترسره او عملاً وکارول شي.»

سوېډن او فنلنډ تېر کال پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د بې طرفۍ پالیسي پرېښوده او له ناټو سره یې د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.

فنلنډ په اپرېل مياشت کې د ترکیې او هنګري له تاييد وروسته د ناټو غړيتوب ترلاسه کړ او سویډن د ترکیې د مخالفت له امله تراوسه په بشپړه توګه له ناټو سره نه دی یوځای شوی.

بل خوا د ناټو غړي به په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب او له روسیې سره د دغه هېواد د جګړې په اړه هم خبرې وکړي.

یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و چې په دغه پوځي ايتلاف کې د کییف غړیتوب اوس مهال ناشونی دی ځکه د هغه په وینا دا به ناټو له مسکو سره مستقیمې جګړې ته دننه کړي.