نړۍ

د اسپانیا د ساحلي ګارد له‌خوا د ۸۶ پناه غوښتونکو ژغورل

د اسپانیا ساحلي ګارد د کډوالو د یوې کښتۍ موندلو عملیاتو په لړ کې چې یوه اونۍ مخکې بې‌درکه شوې وه، د قناري ټاپو د سویل په ۱۱۳ کیلومترۍ کې یوه کښتۍ پیدا او ۸۴ کډوال یې وژغورل.

ساحلي ګارد زیاته کړې، چې په ژغورل شویو کې شپږ ښځې هم شاملې دي.

د راپورونو له مخې د روان کال له پیل راهیسې ۷۲۱۳ کډوال قناري ټاپوګانو ته دننه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۸.۵ سلنه کموالی ښيي.