افغانستان

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مسوول سره د افغانستان لپاره د بریتانیا د نوي شارژدافیر کتنه

د بریتانیا نوی شارژدافیر په یوه ټویټ کې ویلي چې دا کتنه په تېره یوه اونۍ کې له طالب چارواکو سره د خبرو په دوام ترسره شوې دي.

خلکو له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو ليدنو او ناستو پورې سترګې ګنډلي، څو د دغو هڅو په پایله کې تپل شوې کرښې او نښې بدلې شي، نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې هم کار ته ور وګرځي.

د هېواد یو اوسېدونکی شفیع الله شیرزاد وايي: «موږ غواړو چې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ پرانستل شي، څو وکولای شو او زموږ ترڅنګ ښځې چې د ټولنې نيمايي برخه جوړي، خپله ټولنه جوړه کړو او له بې وزلۍ د‌ ژغورنې لار پيدا کړو.»

خو هغه څه چې لیدل کيږي، بې له دې چې د خلکو ژوند پر محدودیتونه کم شي، لمن يې د هرې ورځې په تېرېدو پراخيږي.

د سولې لپاره د تماس ډلې مشر سنګر امیرزاده وايي: «له بده مرغه موږ هېر شوي وو. که امریکایان او د سیمې لوی هېوادونه په رښتیا هم په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ثبات غواړي، باید د افغانستان د مسلې په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.»

په تازه مورد کې د بریتانیا نوي شارژدافیر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره ليدلي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر وايي، په دې ليدنه کې هغه مسلې مطرح شوې چې تېره اووڅ په کابل کې له نورو طالب چارواکو سره پرې خبرې شوې وې.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: «برتانیا هڅه کوي چې پر طالبان دا دوه شیان ومني، يعنې د نجونو ښوونځي پرانستل شي او ښځو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.»

د افغانستان لپاره د برتانیا شارژدافیر تر دې مخکې ویلي و چې د ښځو او نجونو د حقونو، افغانستان ته د بشري مرستو او د دغه هېواد د مثبت راتلونکي په اړه يې له طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، چې په دې ناسته کې له نړۍ سره د طالبانو پر تعامل، بشري مرستو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ټینګار شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي: «د تعامل په اهمیت بحث وشو. د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت هم خبرې وشوې. د برتانیې نوي شارژدافیر ټینګار وکړ چې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د مثبت تعامل لپاره به هڅې وکړي.»

د نړۍ هېوادونه په داسې حال کې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره هڅه کوي، چې له نږدې دوو کالو راهيسې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د بشري او اقتصادي حقونو له پلوه له سختې ورځې تېروي. اقتصادي حقوق. طالبانو د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه سختۍ او محدودیتونه زیات کړي.