افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانانو سره د مرستې لپاره د بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړ

په داسې هیواد کې د خوراکي خونديتوب د نشتوالي په اړه خبرداری چې وګړي یې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره شپه او ورځ له ډیرو ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام هم په راتلونکو درېو مياشتو کې په افغانستان کې د اړو کسانو لپاره د خپلې بودیجې د ختمیدو خبرداری ورکړی او وايي چې دغه هیوا به سخت ژمی په مخ کې ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام مشره هسايو وي لي وايي: «یوازې د دې لپاره چې د ۲۰۲۳ کال په ژمي کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب کچه درک کړم، نږدې ۲۳ میلیونه خلک په سختۍ کولی شي چې څه نا څه خپلې خوراکي اړتیاوې پوره کړي، خو نږدې ۹ میلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي او د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو خورا لوی بېړنی د مرستې پروګرام پيل کړ.»

۴۹ کلن ثمر ګل دوه کال کيږي چې له روزګان ولایت کابل ته راغلی، وايي مېرمن یې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړه او يوه ۲۵ کلنه لور یې هم په سرطان اخته ده.

هغه زیاتوي، چې د بازار او سم کار د نشتوالي له امله په ډېره سخته يو مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.

۷۱ کلن محمد اکرم هم چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ پیداکوونکی دی، هره ورځ د کابل په سړکونو د ډوډی په لټه ګرځي.

نوموړی زیاتوي، تر هغه يې چې دوه لوڼو کار کاوه، په کور و، خو له دوو کلونو راهيسې چې طالبان ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي، اړ شو چې د ژوندي پاتې کېدو او يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره د کار په لټه کې شي.

کارپوهان وايي، چې د هېواد د اقتصاد په مديريت کې د طالبانو ناتواني او په افغانستان کې د مرستو کموالي د فقر لمن پراخه کړې ده.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان ویلي وو چې افغانان د خپل عاید ۸۰ سلنه پر خوراکي توکو لګوي او افغانستان د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو د بیو له کمښت سره مخ دی