افغانستان

چین: له افغانستانه د وتلو بهیر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی و

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري غونډه کې وايي، امريکا بايد نور د ولسواکۍ په پلمه د يو هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ليدنه درلوده، خو اوس چین امریکا د ولسواکۍ په پلمه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورنه کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري غونډه کې واوو، له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو د بهير په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت راپور نيمګړی وو. په دې راپور کې بايد د ولسواکۍ په پلمه د يوه هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې موضوع هم راپورته شوی وی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وايي: «له بده مرغه هغه مسایل چې په ریښتیا هم د امریکا له خوا بیاکتنې او انعکاس ته اړتیا لري، په راپور کې ورته پام نه دی شوی. په دغو مواردو کې د یوه خپلواک هیواد پر وړاندې د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې، د ولسواکۍ په پلمه د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، تروریستي ضد انتخابي کمپاین چې د پراخو تروریستي فعالیتونو لامل شوی، د بې ګناه ملکي وګړو درنه مرګ ژوبله او په سیمه کې سولې او ثبات ته زيان شامل دي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د مالي سرچینو د ازادېدو غوښتونکی شو، هغه څه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پرې ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په باکو کې د ناپیلي غورځنګ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ويلي، د افغانستان مالي سرچینې باید بېرته ورکړا شي، د افغانستان د بحران حل د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي: «لسیزې کيږي چې افغانستان له بې ثباتۍ او بحران رنځ وړي، حل لاره یې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول ګډونه حکومت رامنځته کول دي. د ايران اسلامي جمهوريت به د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب ترڅنګ به د بشري وضعيت د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. موږ همدارنګه د افغانانو پر مالي سرچینو د بنديز د لېرې کولو غوښتونکي هم يوو.»

په همدې حال کې څه د دې لامل شوي چې د سیمې په کچه هېوادونه له طالبانو سره ورته نظر لري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد عیسی اسحاقزی وايي: «دا یو مطلقه جوړښت دی. هغوي ایډیالوژیکي او مطلقه جوړښتونو ته اړتيا لرو. تر څو وکولای شي د خپلو وګړو د مدني، ټولنیزو او سیاسي آزادیو سره په ټکر کې خپل پلانونه له دې سره سم پرمخ یوسي.»

تر دې مخکې همدارنګه د آمو يو راپور ښودله چې د روان کال د جون مياشتې له درېیو اونیو څخه په کمه موده کې چینایانو اته ځله له لوړ پوړو طالب چارواکو سره کتلي دي.هغه ناستې چې له سیاست څخه تر اقتصاد پورې مسایلو په اړه پکې بحث شوی دی.