افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستانه له غمیزې ډک لېږد بهیر د ټرمپ او بایډن له خوا د ناورین د نه مدیریت پایله وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو راپور ښيي چې د ډانلډ ټرمپ او جوبایډن له خوا د بحران نه مدیریت له افغانستانه له غمیزې ډک لېږد بهیر د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

په دې راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي چې نه بایډن او نه هم ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بالقوه اغېر نه و درک کړی.

په راپور کې همداراز راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوړي رخصتیو له امله، د لېږد بهیر مسوولیت د هغو کارکوونکو پرغاړه و چې تازه افغانستان ته راغلي وو.

دغه راپور له افغانستانه د لېږد په بهیر کې د امریکا له مهمو تېروتنو نوي شواهد وړاندې کړي چې طالبانو د بیاځلې واکمنېدو او مخکیني دولت د سقوط لامل شول.

په امنیتي لاملونو، د راپور ډېره برخه بیا کتل شوې او له ۸۷ مخونو یوازې ۲۳ مخه خپور شو. دا شننه تر ډېره په بهرنیو چارو وزارت کې د اقداماتو او اصلاحاتو په اړه وه، نه د سپينې ماڼۍ یا پنټاګون ارزونه، چې دواړو له دې مخکې له افغانستانه د وتلو په هکله خپل راپورونه وړاندې کړي دي.

په راپور کې په بېلابېلو برخو کې تېروتنې په ډاګه شوې. په تر ټولو لوړه کچه له هغې وروسته چې بایډن د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه تایید کړه، د چارواکو په کچه «تر ټولو بدو سناریوګانو ته او دا چې څومره په بیړه به رامنځته شي» پام نه دی شوی.

د افغان دولت له سقوطه مخکې، په بهرنیو چارو وزات کې روښانه نه وه چې څوک د بشپړې تخلیې یا ایستلو د طرحې برابرولو مسوول دی، دا چې له پرلپسې پوځي هڅو سره سره، د پلانولو په بهیر کې د دوی د ونډې خنډ شو.

دا راپور همداراز ښيي چې د بشپړ وتلو او کابل ته د طالبانو د رانږدې کېدو په بهیر کې د بایډن دولت مکالمو، یوازې د ګډوډیو او لېږد په بهیر کې د خطر له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د بدلون په حال کې د سیاست لارښوونې او د واشنګټن عمومي پيغامونه، په تېره بیا د افغانانو د مېشت کولو لپاره د شرایطو وړ کسانو په اړه دا جنجالونه زیات کړل او حیاتي واقعیتونو ته یې پام نه دی کړی.

په پایله کې، د کانګرس د غړو او هغو مرستندویانو په شان چې له افغانانو سره یې اړیکه لرله، هڅه یې وکړه چې د خپلواکې ژغورنې ماموریتونه پلان کړي او په کابل کې د امریکا سفارت د کارکوونکو له منظمو هڅو پام بلې خوا ته کړي.

په دې راپور کې په ټیټه کچه هم ستونزې په ګوته شوې؛ لکه د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په سفارت کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ خپرېدل چې د سخت قرنطین او د پوځي لېږد په بهیر کې د همکارۍ او توجیهي ناستو ته د لاسرسي د محدودیت لامل شوی و.

سربېره پر دې، دا راپور ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ديپلوماتانو لپاره د یو کلن ماموریت معیار له امله، ونه توانېده د هېواد بې ثباتۍ ته ځواب ووايي. په پایله کې د کابل سقوط د سفارت لپاره په یوه زیانمنونکي وخت کې ترسره شو، ځکه ډېری کارکوونکي یې بدل شوي وو یا تر هغه مهاله سفارت ته نه وو رسېدلي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته د طالبانو له ورتلو وروسته، د کابل هوايي ډګر له لارې له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړ او د ماموریت تر پایه یې ۱۲۰ زره تنه له کابله ولېږدول.

په دې راپور کې همداراز په تصمیم نیولو او د ټرمپ او بایډن دولتونو ترمنځ د مدیریت د بڼې ترمنځ توپیرونو ته اشاره شوې او وایي چې د بایډن دولت د هغو افغانانو چې د ویزو ترلاسه کولو په شرایطو برابر دي په ګوته کولو ته پام وکړ ترڅو د دوی د لېږد بهیر آسانه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ددې وزارت کارکوونکو ته په یوه برېښنا لیک کې، ددغه راپور موندنې تایید کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان، واشنګټن او ټوله نړۍ کې ددې ښودل شوې سرښندنې او انعطاف ارزول له پېچلیو شرایطو سره سره تاییدوي.