افغانستان

سیګار: طالبانو په تېرو دريو مياشتو کې پخواني چارواکي او امنيتي ځواکونه په نښه کړي

د پخواني حکومت له سقوط سره د نورو ننګونو ترڅنګ؛ د تېر حکومت د زرګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو بې برخلیکه پاتې کېدل چې کلونه کلونه د طالبانو پر وړاندې وجنګېدل، د دغو ځواکونو او د هغوی د کورنیو لپاره یو له مهمو ننګونو څخه ده.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو سیګار وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د تېر حکومت د چارواکو او ځواکونو په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

پخواني سرتيري له نړيوالې ټولنې دغې ستونزې ته د جدي رسېدنې غوښتونکي دي.

فرید احمدي د ځانګړو عملیاتو قول اردو “کوماندو” پخوانی قوماندان وايي: “له ملګرو ملتونو او رسنیو څخه د پخوانیو پوځیانو غوښتنه دا ده چې طالبان د دغه بشري جنایت مسوول او ځواب ورکونکي کړي.”

يو شمېر پخواني پوځيان چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، اوس په افغانستان کې په ناوړه اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي او په ډېرو حالاتو کې د زندان د بنديانو په څېر ژوند کوي او له هېواده د وتلو توان نه لري.

نعمت الله بېژن د نړیوالو اړیکو کارپوه وويل: “د دوی لوی شمیر په سختو شرایطو کې ژوند تیروي، ځینې یې بې دلیله زنداني کيږي او ځینې یې وژل شوي دي، چې د هغوی د خونديتوب په اړه یې اندیښنه زیاته کړې ده.”

خو طالبانو تل دا ډول راپورونه بې بنسټه بللي، اوس غوښتنه دا ده چې د تېر حکومت ځواکونو د وژلو او شکنجه کولو عاملین باید وپېژندل شي.

عزیزالدین معارج  پخوانی ډیپلومات وايي: “يو شمېر پخواني پوځيان په مرموز ډول وژل کېږي او د هغوى د وژنې موضوع بايد وڅېړل شي او خلکو او رسنيو ته دې وښودل شي چې د‌ دې لامل او عاملين عاملين څوک دي او په کوم علت وژل کېږي؟

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د تېر حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه چې شمېر یې ۳۵۰ زره تنه اټکل شوی و، په هره خوا وپاشل شول، یو شمېر یې له هېواده ووتل خو يو شمېر نور یې په هېواد دننه پاتې شول.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبان په خپلسري نیولو او د پخوانیو پوځیانو په شکنجه کولو تورن کړي دي.