ښځې

د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی: د نجونو د زده‌کړو حق مه هېروئ

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

یوویشتمه پېړۍ چې د ټکنالوژۍ او علومو په برخه کې د هېوادونو د پرمختګ پېړۍ بلل کېږي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې لاهم ښځې او نجونې د زده کړو او تحصیل حق نه لري.

افغانستان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې د زده کړو حق نه لري، داسې حق چې د ټولې د یوه غړي تر ټولو لومړنیو او اساسي حقونو څخه ګڼل کېږي.

د زده کړ د حق په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم دغې اندېښنې ته اشاره کړې او د زده کړو د حق پر ارزښت ټینګار لري.

د زده کړو د حق په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فریده شهید وايي: «لطفا، زه له تاسو غواړم چې د زده کړو حق هېر نه کړئ، دا یو اساسي او مهم حق دی او د فردي او عمومي ټولنو د پرمختګ لپاره د نورو حقونو په لور دروازه ده.»

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په داسې حال کې افغان نجونو پرمخ ښوونځي تړلي چې د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار نه راوړلو له امله لا هم نیوکې کېږي.

ملګري ملتونه د زده کړو مرکزونو په وړاندې امنیتي اندېښنو ته هم اشاره کوي او له طالبانو غواړي چې ددغو مرکزونو امنیت د ټینګښت لپاره باید مناسبې لارې چارې په پام کې ونیسي.

له دې مخکې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «اوسني چارواکي باید د مذهبي او ښوونیزو مرکزونو امنیت د خوندیتوب لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي، ترڅو موږ پر مذهبي، ښوونیزو او د شیعه وګړو پر مرکزونو د بریدونو د دوام شاهدان نه وو.»

طالبانو په داسې حال کې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه لګولي او د لیرې کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی چې د ملګروملتونو سازمان او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ترهغه چې طالبان د افغان مېرمنو حقونو او آزادیو ته درناوی ونه کړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.